له مرګه وړاندې د 'ژوند پای محفل'

Satoru Anzaki at his party د انځور حقوق NHK
Image caption د محفل لپاره ښاغلي انزاکي په توکیو کې یو تالار کرایه کړی و چې د خپل ژوند په یادونو یې ښکلی کړی و.

یوه جاپاني سوداګر چې د ناعلاجه سرطان تشخیص یې شوی یو لوی محفل ددې په پار جوړکړ چې له خلکو مننه وکړي او خدای پاماني وکړي.

ساتورو انزاکي پر دوشنبه نژدې ۱۰۰۰ کسان محفل ته وربللي ول چې په هغو کې پخواني همټولګیان، سوداګریز شریکان او کارکوونکي ول.

د رغنیزو ماشینرۍ د مخکیني ۸۰ کلن مشر د صفرا کیسې سرطان اکتوبر میاشت کې تشخیص شو.

له محفله وروسته ښاغلي انزاکي خبریالانو ته وویل:"زه له دې راضي یم چې ومې کړای شول له هغو خلکو مننه وکړم چې په ژوند کې مې لیدلي ول."

ده زیاته کړه:"له دې چې غواړم په خپل پاتې عمر کې د خپل ژوند کیفیت لوړ کړم، پرېکړه مې کړې ده چې هغه درملنه ونه کړم چې جانبي عوارض لري."

د نومبر په شلمه ښاغلي انزاکي د محفل اعلان په یوې ورځپاڼې کې چاپ کړ. دا ګام د خلکو له هرکلي سره مخامخ شو او دا ټوکې پیل شوې چې څرنګه کېدای شي دغه محفل ته بلنلیک ترلاسه کړي.

د محفل لپاره ښاغلي انزاکي په توکیو کې یو تالار کرایه کړی و چې د خپل ژوند په یادونو یې ښکلی کړی و.

د نورو په زړه پورو نندارو ترڅنګ یې د دې لپاره چې د محفل پر رنګ ناامیدي سیوری ونه غوړوي، له خپلې سیمې توکوشیما یې یوه ډله نڅاګرې راوستلې وې.

د ښاغلي انزاکي یوه پخواني کارکوونکي ان اچ کې خبري رسنۍ ته وویل: "ډېر مو ساعتتیر شو."

هغه زیاته کړه:"زه هم له یوې ناروغۍ کړېږم او له دې سره دا فکر راته پیدا شو چې زه خپل پاتې ژوند څرنګه تېر کړم."

اړونده مطالب