"د داعش برتانوي غړي ښايي له افغانستان سر را پورته کړي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عراقي سرتېري د داعش بیرغ لرې کوي او خپل لګوي.

برتانوۍ ورځپاڼه سن د منځني ختیځ د چارو د یوه څارونکي له قوله لیکي دا امکان شته چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت له ماتې وروسته د دغې ډلې برتانوي وسله وال, افغانستان ته مخه کړې وي.

کیل اورټون ورځپاڼې ته ویلي له وړاندې د لویدیځو هېوادونو له امنیتي چارواکو سره داسې اندېښنې وې چې د یادې ډلې له دړې وړې کېدو وروسته شونې ده چې غړي یې په لویدیځو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې تیت شي او نوي ګواښونه به رامنځته کړي.

نوموړی زیاتوي په دې اړه جدي پوښتنې شته چې دغه وسله وال به چېرته خواره واره شي، خو دا سې کره شواهد نشته چې له مخې یې وویل شي دغه وسله وال به کومې ځانګړې سیمې ته مخه کړي.

ورځپاڼې هغو راپورونو ته هم اشاره کړې چې د افغان ځايي چارواکو له قوله پکې ویل شوي و چې د اسلامي دولت نومې ډلې فرانسوي او الجزایري غړي د افغانستان شمال ته رسيدلي دي.

په همدې تړاو بلې برتانوۍ ورځپاڼې ټایمز یوه مقاله خپره کړې چې پکې ویل شوي کله کله د بې ګناه خلکو د ژوند ژغورلو لپاره د ترهګرو وژل غوره دي.

د مطلب لیکوالې د دفاع وزیر ګافین ولیامسن هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې و هغه برتانویان چې په عراق، سوریه او لیبیا کې یې له اسلامي دولت ډلې سره په جګړو کې برخه اخیستې څارل کیږي او وژل کیږي.

د دفاع وزیر د دغو څرګندونو له امله له سختو نیوکو سره مخامخ شوی و.

عرب نیوز:

د انځور حقوق د پاکستان دفاع وزارت
Image caption د پاکستان دفاع وزیر او د سعودي مرستیال دفاع وزیر.

عرب نیوز سعودۍ ورځپاڼه لیکي چې د سعودي عربستان د دفاع مرستیال وزیر محمد بن عبد ال العیاش په اسلام اباد کې د پاکستان له دفاع وزیر خرم دستګیر سره کتلي او پاکستاني لوري ډاډ ورکړی چې د سعودي عربستان د خاورې او حرمینو دفاع ته ژمن دی.

ورځپاڼه زیاتوي العیاش پاکستان ته د دې لپاره تللی چې له پاکستانه وغواړي چې سعودي ځواکونو ته په تېره له ترهګرۍ سره د مبارزې او غرنیو سیمو کې د جګړې په برخو کې روزنه ورکړي. و

رځپاڼه زیاتوي چې پاکستان یې په مقابل کې له سعودي غوښتي چې له هندوستان سره پر کنټرول لاین د اوربند لپاره خپل ډيپلوماتیک رول وکاروي.

خو پاکستانۍ ورځپانې ایکسپریس ټریبیون لیکي د پاکستان دفاع وزیر سعودي مرستیال وزیر ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزه ستراتیژیک تړون وړاندیز کړی ، چې په لاسته راوړلو سره به یې ددواړو هېوادونو ترمنځ پراخې دفاعي اړیکي رامنځته شي.

پاکستان له سعودي عربستان سره له پخوا نږدې اړیکې لري او سعودي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د ترهګرۍ ضد ائتلافي ځواک مشري یې هم د پاکستان پوځ مخکني مشر ته سپارلې ده .