نوې زېږېدلې نجلۍ چې زړه یې بهر و

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
جراحانو د دې نوې زېږېدلې ماشومې زړه بېرته د هغې په سينه کې دننه ځای پر ځای کړ. وانیلوپ هوپ ولکنس چې د سینې د فقس سر هډوکی نه لري درې اوونۍ له وخته وړاندې د جراحۍ په مرسته نړۍ ته راغله.

په برتانیا کې جراحانو د هغې ماشومې بریالي عملیات کړي چې زړه يې له سينې بهر و. دا عملیات د انګلستان د لېستر ښار په ګلېنفيلډ روغتون کې ترسره شول.

جراحانو د دې نوې زېږېدلې ماشومې زړه بېرته د هغې په سينه کې دننه ځای پر ځای کړ. وانیلوپ هوپ ولکنس چې د سینې د فقس سر هډوکی نه لري درې اوونۍ له وخته وړاندې د جراحۍ په مرسته نړۍ ته راغله.

دا له درې عملیاتو تېره شوه چې زړه یې په سینه کې ورته کېښود.

دا ستونزه چې یکتوپیا کوردېس ectopia cordis نومېږي په ډېرو لږو ماشومانو کې وي. په یو میلیون زوکړو کې یو څو داسې وي چې ډېری یې مړه پیدا کېږي.

د جراحۍ ترسره کوونکی روغتون وايي، دوی په برتانیا کې کومه بله داسې قضیه نه ده لیدلې چې ماشوم دې ژوندی پاتې وي.

د ماشومې مور نومي فنډلې او پلار یې ډین ولکنس وايي لور یې "سخته مبارزه" ده. مېرمن فنډلې وویل:"کله چې التراسونډ وښوده چې د لور زړه مې له سینې بهر دی ډېره ووېرېدم او نه پوهېدو چې څه به وشي."

ښاغلی ډین وايي:"موږ ته توصیه وشوه چې له ماشومې تېر شو او د ژوندي پاتې کېدو شونتیا یې کمه ده. له موږ پرته هېچا باور نه کاوه چې ژوندۍ دې پاتې شي."

Image caption د ماشومې مور نومي فنډلې او پلار یې ډین ولکنس.

د ماشومې مور او پلار موافقه ونه کړه چې لور یې ضایع شي او د دوی پرېکړه سمه ثابته شوه.

د عملیاتو پر مهال يې بل هېڅ ستونزه نه لرله او د جراحانو د یوې تکړه ډلې مرسته ورسره وه.

نژدې ۵۰ روغتیايي کارکوونکي د جراحۍ خونه کې حاضر ول. له زوکړې ۵۰ دقیقي وروسته هغه درې عملیات ترسره شول چې زړه یې په سینه کې ځای پر ځای کړ.

یوې جراحې يې وویل:"دا ډېره بختوره وه، چې زړه يې نارمل و".

د انځور حقوق Glenfield hospital
Image caption له زوکړې لږ وروسته ډاکترانو د وانیلوپ پر زړه پلاستیک وغوړاوه چې وچ نه شي.

د ماشومانو د زړه د ناروغیو مشاور ډاکتر فرانسس بولاک وايي:"په راتلونکې کې ښایي وکړای شو د زړه د ساتنې لپاره دننه هډوکي ډوله خوندي کوونکي څه ځای پرځای کړو چې د درې بُعدي پرنټر په مرسته او اورګانیک شي په کارولو یې جوړ کړو او له دې سره به هغه هم وده کوي."

د امریکا په متحده ایالتونو کې هم یو شمېر ماشومان له داسې ستونزې روغ پاتې شوي.

ګلېنفيلډ روغتون وايي، وانېلوپ اوس هم لا "اوږد سفر مخکې لري" او تر ټولو لوی خطر مکروبي کېدل دي.