''ځانمرګي بریدګرو ته نشه يي ګولۍ ورکول کېږي''

نشه يي ګولۍ د انځور حقوق Getty Images

له نشه يي موادو سره د مبارزې نړیواله اداره وايي، د ځانمرګي بریدګرو جېبونو کې داسې ټابلیټ موندل شوي، چې معمولاً د اعصابو ارام کېدو لپاره ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو ادارې یوه چارواکي ویلي، د ډېری ځانمرګو بریدګرو له جیبونو اوپیوآیډ ټرامېډول نومې درمل موندل شوي. دغې ادارې دا هم ویلي، چې شمالي لوېدیځې افریقا ته د دغه درمل قاچاق ډېر شوی دی.

د نشه یي توکو مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این او ډي سي چارواکو په وینا ۲۰۱۳ کال کې نژدې ۳۰۰ کیلو ګرامه دغه درمل نیول شوي وو، خو په وینا یې اوس یې په کال کې کچه نژدې درې ټنو ته رسېږي.

د سږ کال سپتمبر میاشت کې نایجر کې دغه ډول ۳۰۰ زره ټابلیټ نیول شوي وو، چې پر قوطیو یې د ملګرو ملتونو مهرونه وهل شوي وو.

ویل کېږي بوکو حرام غوندې توندلاریو ډلو کې د دغو ګولیو ډېر مینه وال شته.

دغه ګولۍ د درد سختۍ کمولو لپاره په قانوني توګه موندل کېږي، خو شنونکي وايي، سخت دریځي یې هغو کسانو ته د ارام اوسېدو لپاره ورکوي، چې د ځانوژونکو بریدونو پلانونه لري.

د ولسمشر ټرمپ څېرې ته ورته نشه يي ګولۍ نیول شوې

د پاریس د اورلي هوايي ډګر بریدګر شراب څښلي و

هالنډ: هغه ګولۍ نیول شوې، چې 'اورپکو وسله والو ته استول کېدې'

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې مخکې یوه رپوټ کې ویلي و، چې بریدونو ته له لېږلو مخکې ماشومانو ته دغه ګولۍ په خورما کې ورکول کېږي.

د منځنۍ او لویدیځې افریقا لپاره د یو این ډي سي استازی پییر لاپیک وايي، باید هغه وخت ته انتظار و نه کړو، چې حالت له کابو ووځي، ''له دې کبله په نړیواله کچه امنیتي ستونزې جوړېږي ''

نوموړی وايي په پرلپسي توګه د هغو مشکوکو کسانو جیبونو کې اوپیو آیډټرامېډول موندل کېږي، چې د ترهګریزو بریدونو پلانولو شکونه پرې کېږي. لاپیک وايي د هغو کسانو جېبونو کې هم دغه درمل موندل شوي، چې بریدونه یې کړي دي. هغه وايي:

''پوښتنه دا ده چې د بوکوحرام یا القاعده سخت دریځو وسله والو ته چې هلکان او نجونې پکې شته دي، دغه ډول ګولۍ څوک ورکوي؟ ''

د یو این ډي سي چارواکو په خبره معمولاً د جنایت کارو ډلې دغه ګولۍ د خلیجي هېوادونو له لارې له اسیايي هېوادونو افریقا ته وړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ویل کېږي بوکو حرام غوندې توندلاریو ډلو کې د دغو ګولیو ډېر مینه وال شته.

دوی وايي د افریقا هغو سیمو کې چې ساحل یې بولي، دغه حالت د یوه کړکیچ کچې ته رسېدلی دی، چې قاچاقبرو ته په شمالي مالي او نایجر کې ځوانان د یوه مارکیټ په توګه په لاس ورځي.

مالي کې یوې ښځې ویلي، ډېر مهال یې داسې ماشومان لیدلي، چې له لوږې د ساتلو لپاره دغه ګولۍ ورکول کېږي.

اړونده مطالب