نتنیاهو: د استانبول سرمشريزه د قدس په اړه د ټرمپ پر پرېکړه اغېز نه کوي

. د انځور حقوق Getty Images

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د اسلامی هېوادونو د مشرانو هغو څرګندونو پرې اغېز نه دی کړی چې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندنې له کبله په امریکايي ولسمشر ډونلډ پکې سختې نیوکې وشوې.

د بیت المقدس په اړه د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) ځانګړې غونډې د فلسطین د پلاز مېنې په توګه د بیت المقدس د پېژندلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د دوه هېوادونو فلسطین او اسرائیل په رامنځته کولو سره د دواړو لوریو ترمنځ پراخ بنسټه جوړ جاړی وشي.

* اسلامي هېوادونو پر امریکا د بندیزونو غوښتنه وکړه

* ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

* "د امریکا متحدینو هم د قدس په اړه د ټرمپ پرېکړه رد کړه"

د سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې د ا مریکا دا پریکړه چې بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه پیژنې لغوه او باطل اعلان کړه .

غونډې دا پریکړه د فلسطینیانو پر قانوني ، طبیعي او ملي حقونو تیری او د سولې لپاره د ټولو شویو هڅو مخنیوی وباله.

له غونډې وروسته د فلسطینۍ ادارې محمود عباس د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوان سره په ګډه خبري غونډه کې نه یواځې د بیت المقدس د ملاتړ غوښتنه وکړه بلکې ټینګار یې وکړ چې د بیت المقدس اوسیدونکو ته باید د مرستې لاس وغځول شي:

"دا سمه ده چې په نړیواله او د اسلامي هېوادونو په کچه د پریکړو له لارې د بیت المقدس ملاتړ کیږي ، خو د پام وړ پروژو په عملي کولو سره باید د بیت المقدس د اوسيدونکو ملاتړ وشي. داسې پروژې چې د هغوی موجودیت هلته تلپاتې کړي نه دا چې اسرائیل یې کوچېدو ته اړ کړي."

د انځور حقوق Getty Images

د نوموړي په خبره، بیت المقدس یوازې ډبرې نه دي ، تقدس یې پر خپل ځای خو که خلک په کې نه وي هیڅ معنی نه لري. همدا د ټول اسلامي امت او عیسایانو دنده ده.

ښاغلي عباس هوډ څرګند کړ چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې به د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو لپاره ددغه سازمان امنیت شورا ته مراجعه وکړي او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې به د اسرائیل د بشپړ غړیتوب چې دده په وینا ناقانونه دی، شکایت وکړي.

فلسطین اوس د ملګرو ملتونو څارونکی غړی دی.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د اسلامي هېوادونو د مشرانو د غونډې په اړه ویلي په دې غونډې د راټولو شویو مشرانو له وینا هیڅ نه دی متاثر شوی.

د عربي چارو څارونکی او ژورنالیست عبد الباري عطوان وايي، په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې له لوري امریکا ته ډیر واضح پيغام واستول شو او هغه دا چې امریکا باید له دې پریکړې لاس په سر شي.

دی وايي شونې ده چې پر امریکا د نړۍ فشارونه لا زیات شي او دا امکان هم شته چې پر امریکا بندیزونه ولګول شي.

له دې وړاندې د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په خپله غونډه کې له امریکا غوښتي وو چې د بیت المقدس په اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي، خو عربي هېوادونو تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

ورته مطالب