قطر: د طالبانو دفتر یوازې خبرو لپاره دی

. د انځور حقوق Getty Images

قطرۍ ورځپاڼې ګلف ټایمز لیکلي د قطر استازي د افغانستان په اړه د تماس غونډې په جلسه کې چې په ناروې کې جوړه شوې وه، برخه اخیستې او ګډونوالو ته یې ویلي چې هېواد یې د طالبانو دفتر ته یوازې د خبرو لپاره ځای ورکړی.

ورځپاڼې زیاتوي د قطر استازي د غونډې ګډونوالو ته د سولې په برخه کې د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړل، خو ورځپاڼې ددې خبرو تفصیل نه دی په ډاګه کړی.

که څه هم امریکايي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې په افغانستان کې ځینې لوی هوايي عملیات په قطر کې د امریکا له لویې اډې ترسره او تنظیمیږي، خو د قطر استازي ویلي هېواد یې خبرې او مذاکرات په افغانستان کې د شخړې پای ته رسولو لپاره یوازینۍ لار بولي.

ساینس مګزین

ساینس مګزین لیکلي لرغون پيژندونکو د سټلایټ او بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اخیستلو شویو انځورونو له لارې ګڼ شمیر نوي لرغوني اثار موندلي دي.

دا ساینسي مجله په خپل رپوټ کې زیاتوي چې د نويو پیژندل شویو لرغونو اثارو له ډلې ۱۱۹ کاروان سرایونه هم دي چې د شپاړلس میلادي پيړۍ په وروستیو او اولسمې پيړۍ لومړیو زمانې پورې تړاو لري.

خپرونه زیاتوي دا لوی سرایونه دي چې له خښتو جوړ شوي او په هر یوه کې به سلګونه مسافر او زرګونه اوښان تم کېدل.

خپرونه زیاتوي دا لرغوني ځایونه په داسې سیمو کې موقعیت لري چې هلته د امنیتي ستونزو له امله په ساحه کې کار نه شي کېدای.

ټیلیګراف ورځپاڼه

بریتانوۍ ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي امریکا غواړي په یمن کې د ایران له خوا د انصار ال یا حوثي ډلې د ملاتړ په اړه شواهد وړاندې کړي.

ورځپاڼې زیاتوي په پام کې ده چې په ملګرو ملتونو کې دامریکا استازې نیکي هیلې د هغو بالستیک راکټ ټوټې وښيي چې پر سعودي عربستان د یمن له خاورې توغول شوی و.

سعودي چارواکي وايي دغه راکټ یې په هوا کې د پلازمینې ریاض هوايي ډګر ته څېرمه شنډ کړی.

سعودی حکومت ویلي ایران په یمن کې میشتې شیعه ډلې حوثي ته بالستیک توغندي ورکړي.

څو ورځې وړاندې د حوثي ډلې او پخواني ولسمشر علی عبد ال صالح ترمنځ ائتلاف مات شو چې په پایله کې یې د حوثیانو په لاس صالح ووژل شو ، اوس د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ائتلاف هوايي ځواکونو پر پلازمینه صنعاء چې د حوثي یاغیانو په لاس کې ده هوايي بریدونه ډیر کړي.

الحیاة ورځپاڼه:

له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې الحیاة لیکلي د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز وایي د منځ لارې او اعتدال په خپلولو سره به سعودي عربستان د پرمختګ روان منزل ته دوام ورکوي.

ده چې د سعودي شوری د اوومې دورې په پيل کې ویناکوله سخت دریځو ته ګواښ کړی چې نور په سعودي کې ځای نه لري، ده ویلي زموږ په منځ کې هغو سخت دریځو ته ځای نشته چې اعتدال او منځ لاره بې لاریتوب ګڼي او زموږ له نرم دریځه د خپلو هدفونو تر لاسه کولو لپاره ګټه اخلي.