هغه مور پولیسو نیولې چې غبرګونې لوڼې یې پلورلې

نایجریايي پولیس د انځور حقوق Getty Images
Image caption یاده ښځه وروسته تر هغه ونیول شوه، چې خپلې دوې لوڼې یې د ۳۵۰ زره نیره (۹۸۰ ډالرو) مقابل کې خرڅلاو ته چمتو کړې وې، خو پولیسو پرې وار ړومبی کړ.

نایجریايي چارواکو هغه مېرمن نیولې، چې د خپلو دوو غبرګونو لوڼو د خرڅولو هڅه یې کړې وه. د دوی عمرونه تر یوې میاشتې کم وو.

دا تورنه ښځه پر ماشومانو د سوداګري کولو په تور نیول شوې او پولیس وايي ښايي نور تورونه هم پرې ولګول شي.

یاده ښځه وروسته تر هغه ونیول شوه، چې خپلې دوې لوڼې یې د ۳۵۰ زره نیره (۹۸۰ ډالرو) مقابل کې خرڅلاو ته چمتو کړې وې، خو پولیسو پرې وار ړومبی کړ.

په نایجریا کې د ناسکه بچیانو لرلو په پار د ماشومانو خرڅول یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي.

نایجریا کې ګارډین ورځپاڼې ویلي، دغې ۳۰ کلنې ښځې د هېواد شمالي کاتسینا ښار یوه محکمه کې د ځان د دفاع لپاره هېڅ کوم دلیل نه درلود، خو په څېړنو کې یې ویلي د "اقتصادي ستونزو" له کبله یې د خپلو لوڼو خرڅولو هوډ کړی و.

نایجریا کې تر۸۰ ډېرې چیبوک نجونې خوشې شوې

د کډوالو ۲۰۰ ټنه خیراتي خورما بازار کې خرڅه شوې

د نایجریا ځانمرګو بریدونو کې 'تي خوري ماشومان' کارول شوي

" که مسلمانې نه شئ په تېلو کې مو سوځوو"

نایجریا د تېلو اصلي سرچینه ګڼل کېږي، خو د دغه هېواد له ټول ټال ۱۷۰ میلیون وګړو ډېری یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د انسانانو د قاچاق او خرڅلاو د بندیز ملي اژانس وايي، د ۲۰۱۱ کال څېړنې ښيي چې د یوه ماشوم بیه ان تر ۶۴۰۰ ډالرو رسېدلې وه.

په ۲۰۱۳ کال، ۱۷ نجونې او ۱۱ هلکان هغه مهال وژغورل شول، چې پولیسو په ایمو ولایت کې د ماشومانو د زیږېدو پر یوې کارخونې برید وکړ.

که څه هم حکومت او ولسي خلک ددې ستونزې د حل لپاره هلې ځلې کوي، خو لاهم ځینې نایجریایۍ میندې له دې ستونزې سره مخامخ دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب