د کانګو ماشومو سرتېرو ته لس میلیون ډالر تاوان ور کول کېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کانګو سږني تاوتریخوالي کې هم یو میلیون او اوه لکه خلک بې کوره شوي

د جرمونو نړیوالې محکمې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ماشومو سرتېرو ته میلیونونه ډالر تاوان یا جرمانه ځانګړې کړه.

د کانګو جنګسالار توماس لوبنګا دا ماشومان د سرتېرو په ډول کارول.

دا لومړی ځل دی چې محکمه دا ډول حکم کوي.

دا میلیونونه ډالر د دغو ماشومانو په ځای هغې ادارې ته ور کول کېږي چې له دوی سره بوخته ده.

* د کانگو يو جنگسالار ته د ١٨ کالو بند سزا ورکړل شوه

* د کانګو جمهوریت ګوما ښار کې ۶۰ مړي موندل شوي

ټاکلې ده دا پیسې د دې ماشومانو پر ساتلو، کلتور جوړولو او روزنه ولګول شي.

توماس لوبنګا پر ۲۰۱۲ کال د هغو هلکانو او نجونو د تښتولو له امله مجرم وبلل شو چې ان د ځینې عمرونه ۱۱ کاله و.

له دې ماشومانو یې د سرتېرو او له نجونو د جنسي مینځو په ډول کار احیست.

توماس لوبنګا پر ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images

خیریه موسسې چې له دې ماشومانو سره کار کوي وايي، ډېری یې له خپلو کورونو او کورنیو شړل شوي دي.

د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت اوس هم د ناامنۍ او نښتو ډکر دی.

د دې هېواد د تاوتریخوالي او نښتو له امله سږکال هم یو میلیون او اووه لکه کسانو خپل کور کلی پرېښودل.

دا دومره ډېر شمېر دی چې مرستندویه ادارې وايي په دغه هېواد کې یې "ستر کړکېچ" رامنځ ته کړی دی.