"امریکا هند د افغانستان باوري ملګری بولي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هند په هرات کې سلما بند هم جوړ کړ.

انډیا ټوډې ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستان سره د هندوستان اقتصادي، طبي او نورو مرستو هرکلی کړی او د امریکا کانګرېس ته یې ویلي چې هندوستان د افغانستان داسې یو متحد دی چې باور پرې کېدای شي.

ورځپاڼه لیکي د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د امنیت او ثبات په اړه کانګرېس ته په یوه رپوټ کې ویلي هندوستان په سیمه کې هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېرې مرستې یې له جنګ ځپلي افغانستان سره کړې دي.

انډیا ټوډې لیکي دا له هغه مهال راهیسې چې ډونلډ ټرمپ واک ته رسیدلی د پینټګان له خوا کانګرېس ته لومړنی رپوټ دی او پکې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا هدف دا دی چې پرې نږدي دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره په یوه پټنځي بدل شي او له دغه ځایه پر امریکا او متحدینو یې بریدونه پلان او پلي شي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي د دې موخې لپاره به دوی د افغانانو روزنې، سلا ورکولو او له حکومتي ادارو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ډان:

پاکستان کې چاپیدونکې ډان ورځپاڼه د اسلامي هېوادونو د سازمان غونډې ته چې د بیت المقدس په هکله یې وکړه په اشارې په یوه مطلب کې لیکلي چې دې سازمان د اسلامي هېوادونو پر وړاندې د مهمو مسلو په هکله روښانه لیدلوری نه درلود.

خو د ولسمشر ټرمپ د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه پیژندلی د دې سازمان غونډې وښودله چې دا سازمان ژوندی دی.

د ورځپاڼې اشاره د اسلامي هېوادونو د سازمان هغه اعلان ته دی چې ویلې یې دي ختیځ بیت المقدس د فلسطین پلازمېنه ده او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې په رسمیت یې وپیژني.

ډان لیکي په دې غونډه کې د سعودي عربستان د پاچا نه موجودیت هغه موضوع وه چې د ډېرو پام یې ځانته اړولی و له دې ډلې د ایران د ولسمشر حسن روحاني چې په دې وروستیو کې یې د سعودي او اسراییلو اړیکو ته په اشارې ویلي وو د سیمې یو شمېر هېوادونه له امریکا او صهیونیستي رژیم سره همکاري لري.

تهران ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

تهران ټایمز ورځپاڼه په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې نیکې هیلې څرګندونو ته په اشارې- چې ویلې یې وو د عربستان پر پلازمېنې د حوثي یاغیانو له خوا توغول شوی توغندی ایرانی و - د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف غبرګون راخیستی.

دی وايي د دې توغندي په اړه چې ګواکې ایرانی و د امریکا شواهد جعلي دي.

ورځپاڼې د بهرنیو چارو د وزیر له قوله په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې خبرې غونډه نمایشي بللې او ویلې یې دي چې ۱۴ کاله مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کالن پاول د صدام حسین حکومت د ډله ییزو وژنو د وسلو پر لرلو تورن کړ خو وروسته څرګنده شوه چې شواهد یې بې بنسټه وو.

ګارډین:ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

په لندن کې چاپيدونکې ګارډین ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رېکس ټېلرسن له قوله په یوه مطلب کې لیکي امریکا له شمالي کوریا سره د خبرو لار پرانیستې پرېیښې خو پیونګ یانګ باید له خبرو د مخه له ګواښوونکي چلند لاس واخلي.

ګارډین لیکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې ښاغلي ټېلرسن له شمالي کوریا سره د خبرو، خبره یو ځل بیا وکړه خو البته دا ځل یو څه په تونده لهجه ځکه چې تېر ځل چې کله ښاغلي ټېلرسن د تېرې سې شنبې په ورځ وویل امریکا له وړاندې شرایطو پرته د خبرو لار پرانیستې پرېیښې، خو سپیڼې ماڼې دا خبره تایید نه کړه.

ورځپاڼه لیکي همدا لامل دی چې ښاغلي ټېلرسن خپله خبره یو ځل بیا وکړه او دا ځل یې وویل چې شمالي کوریا باید له خبرو د مخه له ګواښوونکي چلند لاس واخلي.