د هند او پاکستان جګړه کې ولې پاکستانی پوځ تسلیم شو؟

۱۹۷۱ کال کې هندي پوځیانو د بنګله دېش خپلواکۍ لپاره پوځي کمپاین پیل کړ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۱۹۷۱ کال کې هندي پوځیانو د بنګله دېش خپلواکۍ لپاره پوځي کمپاین پیل کړ

له پاکستانه د بنګله دېش خپلواکۍ اخیستو جګړه کې د هندي پوځ د یوه افسر تورن جنرال جې ایف ار جېکب رول خورا مهم بلل کېږي. جنرال جېکب هغه څوک و، چې د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته د دې لپاره لېږل شوي و، چې پاکستانی پوځ تسلیم کېدو ته راضي کړي.

جنرال جېکب د ۱۹۷۱ کال پر دغې جګړې دوه کتابونه لیکلي دي. نوموړی د ګوا او پنجاب ایالتونو والي و او له تقاعد وروسته اوس پلازمېنه ډیلي کې اوسي.

Image caption د ډاکې شاوخوا کنترول مکتي واهني نومې ازادي غوښتونکي سازمان ته ورکړل شوی و

د بي بي سي هندي ریحان فضل له جنرال جېکب سره خبرې کړې. له هغه یې پوښتلي، چې ویل کېږي هندي سیاسي مشرتابه غوښتل د هغه کال ' ۱۹۷۱ 'اپریل کې هندي ځواکونه بنګله دېش ته ننوځي، خو ویل کېږي پوځ دغې پرېکړې سره مخالفت کړی و؟

نوموړی وايي، د هندي پوځ د هغه مهال مشر جنرال مانک شاه ورته امر کړی و، چې باید سملاسي هندي پوځونه د بنګله دېش خاورې ته ننوځي، خو وايي هڅه مې وکړه هغه ته ووایم، چې 'موږ غرنۍ فرقې لرو، هېڅ پل نه لرو او د پشکال موسم پیلېدونکی دی:

''که موږ هلته لاړ شو، زه باوري یم، ایسار به پاتې شو له همدې کبله مې ویل چې باید د نومبر میاشتې تر نیمايي پورې انتظار وکړو، چې ځمکه وچه شي. ''

Image caption ورن جنرال جې ایف ار جېکب د بي بي سي له خبریال ریحان فضل سره

جنرال جېکب دا هم وايي چې لومړي سر کې د هندي پوځ مشرتابه په پلان کې د پلازمېنې ډاکې نیول شامل نه و. هغه وايي، هندي پوځي مشرانو هغه مهال فکر کاوه که کهلنا او چټاګانګ ' ښارونه ونیسو ډاکه به خپله زموږ ولکه کې راشي:

''ما دوی ته وویل که غواړو جګړه وګټو باید ډاکه ونیسو، ځکه ستراتېژیک اهمیت لري او له جیو پولیټکل پلوه د ختیځ پاکستان زړه دی ''

په دې مو ډېر بحث وکړ او پای کې د چټاګانګ نیولو رسمي امر راکړل شو.

له نوموړي پوښتنه وشوه، چې ویل کېږي که پاکستان د دسمبر پر ۳ پر هند برید نه وای کړای، هند به یې پر څلورنه نېټه پر پاکستان برید کاوه، ایا دا رښتیا دي؟

''هو دا سمه خبره ده، د پوځ له مرستیال سره مې ولیدل او راته وویل شول، چې د برید لپاره د دسمبر پینځمه ورځ ټاکل شوې، خو پوځي مشر مانک شاه غواړي برید پر څلورمه نېټه وشي، ځکه هغه څلورمه ورځ بختوره بولي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له جګړې مخکې د بنګله دېش اوسېدونکي چې هغه مهال ختیځ پاکستان و، هند ته کډوال شول.

له هغه وپوښتل شول ایا دا رښتیا ده، چې د هندي پوځ مشر سره وېره وه، چې د جګړې بهیر کې به چین پر هند برید وکړي او تاسې درې فرقې پوځ مشرتابه ته له معلوماتو ورکولو پرته د چین له پولې د بنګله دېش جګړې ته استولي وو؟

''موږ ته معلومه وه د پاکستان ستراتيژي د ښارونو ساتلو وه، ځکه موږ دغو ښارونو ته له توجه پرته د ډاکې پر لور روان شو. د دسمبر پر ۱۳ د امریکا بېړۍ ملاکا سمندر ته د ننوتو په حال کې وه. مانک شا امر راته وکړ، چې باید ټول هغه ښارونه ونیسو، چې پر څنګ ورنه تېر شوي یو، دغه راز د چین له پولې راغلیو پوځیانو ته بېرته د ستنېدو ویل شوي وو، خو زما او ایندرګیل پرېکړه دا وه، چې ډاکه کمپاین کې ډېرو پوځيانو ته اړتیا ده. غوښتل مې بوټان کې ځای پر ځای شوي ۶ فرقې پوځیان هم استعمال کړو، خو دوی خبر شول، پوځیانو ته یې د ستنېدو امر وکړ، خو موږ و نه لېږل. ''

Image caption پاکستاني پوځ د ډاکې ساتلو لپاره ۲۶۰۰۰ سرتېري داسې حال کې لرل، چې د هندي ځواکونو شمېر ۳۰۰۰ ته رسېده

د دسمبر ۱۶ نېټې په مناسبت نوموړی وايي پوځي مشر ټیلیفون کې ورته وویل، چې ډاکې ته لاړ شي او پاکستاني پوځ ته د تسلیمۍ ووايي. نوموړی وايي کله چې هلته ورسېد پاکستاني پوځ یې برید جنرال هرکلي ته استولی و. هلته د ازادي غوښتونکو او پاکستاني پوځیانو تر منځ جګړه روانه وه. د ډزو غږونه اورېدل کېدل:

''هغسې چې موږ موټر کې کښېناستو مکتي باهني(د بنګله دېش ازادي غوښتونکي) وسله والو پر موټر ډزې وکړې، ځکه هغه د پاکستاني پوځ ګاډی و. ما لاسونه پورته کړل او له موټره کوز شوم. دوی غوښتل پاکستانی پوځي افسر ووژني. له ډېرو ستونزو سره د پاکستاني پوځ مرکز ته ورسېدو. د پاکستاني پوځ مشر جنرال نیازي ته مې د تسلیمۍ اړوند اسناد ولوستل هغه وویل 'څوک وايي چې موږ تسلیمیږو؟ ته یوازې د اوربند لپاره دلته راغلی یې! '

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډاکې نیولو په تړاو د هندي جنرالانو تر منځ د نظر اختلاف موجود و

''بحث مو وکړ. هغه ته مې وویل چې ډېر ښه وړاندیز دی. له دې ښه وړاندیز نه شو درته کولای. موږ ستاسې او ستاسې د کورنیو خوندیتوب تضمین کوو، خو که دغه وړاندیز نه منې بیا هېڅ تضمین نه شته. هغه ځواب را نه کړ. ''

جنرال جېکب وايي، جنرال نیازي ته مې وویل، نیم ساعت وخت لرې، که خبره نه راسره منې، بېرته د جګړې اعلان کوم او پر ډاکې د بمبارۍ امر کوم:

''دې سره بهر ته ووتم، خو ځان سره مې فکر کاوه، چې دا دې څه وکړل؟ زه هېڅ نه لرم او دوی سره ډاکه کې ۲۶۴۰۰ پوځیان دي. موږ یوازې درې زره سرتېري لرو او هغه هم له ډاکې ۳۰ کیلومتره لرې دي، که دوی انکار وکړي، څه به کوم؟ ''

د انځور حقوق Getty Images

نوموړی زیاتوي:

''نیم ساعت وروسته دننه ورغلم. اسناد هماغسې پر میز پراته وو. له هغه مې وپوښتل منئ یې؟ هغه پټه خوله ناست و. درې ځله مې خپله پوښتنه تکرار کړه او کاغذونه مې له میزه پورته کړل. و مې ویل، زه له دې باور سره ځم، چې تاسې راسره ومنله. ''

له جنرال جېکب نه پوښتنه وشوه، چې که پاکستاني پوځ د ډاکې ښار ساتلو توان درلود، بیا ولې تسلیم شول، ځواب کې یې د حمود الرحمان کمېسیون یادونه وکړه، چې پکې له جنرال نیازي پوښتل شوي وو:

'' تا سره ډاکه کې ۲۶۰۰ پوځیان وو او هندیانو ۳۰۰۰ پوځیان درلودل، تا کولای شوای دوې اونۍ نوره جګړه وکړې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه روانه وه، که مو یوه ورځ نوره جګړه کړې وای، ښايي هندي ځواکونه پر شا شوي وای، بیا مو ولې داسې له شرمه ډکه ماتې ومنله او بې له کومه شرطه تسلمېدل ومنل؟ جنرال نیازي کمېسیون ته ویلي و، چې جنرال جېکب اړ ایستلی و:

''هغه راته د کورنیو وژلو ګواښ کړی و. د جنرال نیازي دغه خبره ناسمه وه او کمېسیون هم دی مسوول بللی و ''

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
Image caption کډوال