د نړۍ ګرانبیه کور د محمد که د بل چا دی؟

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption د نړۍ ګرانبیه کور.

دوه کاله مخکې فرانسه کې یو کور په څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالرو وپلورل شو او د فرچون مجلې په نړۍ کې تر ټولو ګران بیه کور وباله.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي په دغه مجله کې دا را غلي و، چې د کور فوارې طلايي دي، د مرمرو مجسمې پکې شته او نورې ځانګړنې یې هم یادې شوې وې.

خو دا پوښتنه بې ځوابه پاتې وه، چې پېرونکی یې څوک ده، ځکه څوک نه پوهېدل چې د دې کور اخیستونکی شهزاده محمد بن سلمان دی.

ورځپاڼه وايي، شهزاده محمد بن سلمان دغسې نورې معاملې هم کړې دي؛ د بیلګې په توګه یوه تفریحي کښتۍ یې په ۵۰۰ میلیون ډالرو اخیستې او د لیونارډو ډاوینچي یو انځور یې په ۴۵۰ میلیونو ډالرو همدا څو ورځې مخکې واخیست.

د دې لیکنې له مخې اوس دغسې یو کس په سعودي عربستان کې له فساد سره په مبارزه کې اصلي رول لوبوي او داسې سیاست یې غوره کړی چې سعودي عربستان به بدل کړي او منځني ختیځ ته به ټکان ورکړي.

* سعودي کې لاهم د "ټرمپ لور" لټول کېږي

* اسرائیلو د سعودي شهزاده محمد بن سلمان ورغوښتی

* سعودي عربستان پر انټرنېټي مخابراتي اړیکو بندیز لرې کوي

د سي ای اې یو پخوانی شنونکی او لیکوال برس ریډلوايي، محمد بن سلمان هڅه کوي چې له ځینې بریاوو سره د ځان ښه انځور وښيي او ځان سمونپال، په تېره ټولنیز سمونپال څرګند کړي او دا هم وښيي چې فسادګر نه دی.

نوموړی زیاتوي دا ګرانبیه پېرنې د سلمان دغه انځور ته سخت ګوزار ور کوي.

د فرانسې په لویینز وینیز ښار کې دا وداني د قانوني سندونو له مخې د څو شرکتونو ده چې په اته پانګونې شرکت پورې تړلي دي.

دا شرکت د سعودي دی چې مدیریت یې هم د محمد بن سلمان د شخصي بنسټ په لاس کې دی.

د شاهي کورنۍ مالي سلاکاران وايي، بالاخره دا وداني یا د نړۍ یو تر ټولو ګرانبیه کور د ولیعهد محمد بن سلمان دی.

محمد ته د ځوانانو په زړونو کې ځای

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد بن سلمان

له دریو کلونو په کم وخت کې ۳۲ کلن ولیعهد محمد بن سلمان چې مخالفان یې بې پروا بولي ځان ډېر مشهور کړی دی.

په یمن کې یې هوايي عملیات پیل کړل، د قطر د ګوښه کولو مشري یې وکړه.

د مذهبي پولیسو په مخنیوي او مېرمنو ته د موټرواني اجازې په ورکولو او د تیاتر او سېنما د پرانیستلو په ژمنو سره یې ځوانانو کې مینه ډېره شوې ده.

د نوموړي دې هڅو ځینې مشران هم زیانمن کړي په تېره چې ولیعهد شو خپل مشر د تره زوی یې له دندې ګوښه کړ.

هغه تېره میاشت له لسو د ډېرو شاهي غړو او سلګونو سوداګرو او چارواکو په بندي کولو سره لا ډېر پام ور واړاوه.

دوی د اداري فساد سره د مبارزې په نوم بندیان شوي دي، خو نیوکګر وايي، چې دا سیاسي پاکونه ده.

ولیعهد محمد بن سلمان له نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي چې تمه لري له دې نیول شویو کسانو نږدې سل میلیارده ډالر ترلاسه کړي.

خو نه محمد سلمان او نه هم د سعودي عربستان حکومت له غوښتې سره سره دې لیکنې ته ځواب ور کړ.