د سعودي د ښکلا ملکه

په سعودي عربستان کې د #سعودي_ښکلا_ملکه هشټګ مینه وال او ګوتنیوونکي وروسته تر هغه ډېر شول، چې د ۲۰۱۸ کال لپاره د سعودي د ښکلا ملکې ملاک یوسف د عربي هېوادونو د ښکلا ملکې سیالۍ کې د ګډون په پار څرګندونې وکړې.

دا هشټګ په څلورویشتو ساعتونو کې په څه باندې ۵۰ زره ځله راغلی دی.

۲۴ کلنه ملاک یوسف د سعودي د یوې ټولنې له خوا د عربانو د ښکلا ملکې سیالیو ګې ګډون کولو ته نومانده شوې وه.

نوموړې دویمه سعودۍ ده، چې تر ۸ کلونو وروسته یوځل بیا دا ډول سیالیو ته نوماندېږي.

د #سعودي_ښکلا_ملکه هشټګ په اړه غبرګونونه بېلابېل دي: ځینو د هغې دا کار ستایلی، خو نورو بیا د سعودي عربستان لپاره دا یو نامناسب کار بللی دی.

ځینو د ښځو د ښکلا ملکې ټاکلو سیالي جوړول په بشپړ ډول رد کړي دي.

سعودي کې لاهم د "ټرمپ لور" لټول کېږي

سعودي مېرمنو ته د موټر سیکل او ټرک چلولو اجازه هم ور کړه

سعودي پر ښځو لوبغالي ته د تګ بندیز لرې کوي

نورو بیا دا کار د روڼ اندۍ نښه بللې چې وايي دا د سعودي عربستان شان او شوکت نه ټیټوي.

ځینو خواله رسنیو کاروونکو پر یادې موضوع ملنډې وهلې دي.

د ښکلا ملکې ټاکلو سیالي د مصر پلازمېنه قاهره کې ترسره شوه.

د انځور حقوق Social
Image caption ۲۴ کلنه ملاک یوسف د سعودي د یوې ټولنې له خوا د عربانو د ښکلا ملکې سیالیو ګې ګډون کولو ته نومانده شوې وه.

ملاک یوسف وړاندې په "سوپر کیوټ" ننداره کې هم ګډون کړی و، همداشان د "الشباب الیوم" یا (د نن ځوانان) ډرامې پنځمه او شپږمه برخه او د سعودي پر تلوېزیون خپره شوې "کسر شموع" ډرامو کې هم لوبېدلې ده.

سربېره پر دې یې په ګڼو لنډو ناولي فلمونو کې کار کړی.

ځینو فعالانو ویلي، ملاک یوسف د سعودي مېرمنو استازیتوب نه کوي او ان ځینو یې د اصلیت په اړه هم شک ښودلی چې وايي، مور یې مصرۍ ده او پلار یې په اصل کې د یمن و.

خو ملاک یوسف وايي، د سعودي عربستان نجد یوه قبیله کې زیږېدلې او د سعودي عربستان پاسپورټ لري، چې د سعودي په استازیتوب یې د قاهرې د ښکلا ملکې ټاکلو سیالۍ کې ګډون کړی.

په سعودي عربستان کې پر سینما بندیز لېرې کېږي

ځینې رپوټونه وايي، وروسته تر هغه چې پر هغې نیوکې ډېرې شوې او ډېره وښکنځل شوه، د سیالۍ وروستیو پایلو تر اعلانېدا وړاندې له دې سیالیو لاس پرسر شوه، خو دا رپوټ کومې باوري سرچینې نه دی تایید کړی.

دغې سیالۍ ته له سعودي عربستان نه ۵۰ نجونو ځانونه نومولي وو.

د انځور حقوق Social
Image caption دغې سیالۍ ته له سعودي عربستان نه ۵۰ نجونو ځانونه نومولي وو.

ورته مطالب