د سي ای اې په همکارۍ روسیې څو ترهګریز بریدونه شنډ کړل

ر د انځور حقوق EPA
Image caption دا په یوه اونۍ کې د دواړو مشرانو دویمه ټلیفوني اړیکه ده.

د امریکا او روسیې مشران وايي، د متحده ایالتونو د څارګرې ادارې سي ای اې د معلوماتو له مخې د روسیې امنیتي ځواکونو په سن پیترز بورګ کلیسا او څو نورو سیمو بریدونه شند کړل

د روسیې او امریکا د ولسمشرانو دفترونه مني چې ویلادیمیر پوتین خپل امریکايي سیال ته ټلېفون کړی او د دې معلوماتو د ورکولوله امله یې مننه کړې.

مسکو وايي، داسې اېسي چې د شنبې په ورځ د سن پیترز بورګ په کازان کلیسا د برید پلان جوړ شوی و.

د سپینې ماڼۍ بیان کې راغلي چې ترهګر له برید مخکې نیول شوي او که حمله کېدلی نو ډېره مرګ ژوبله به اوښتله.

د روسیې امنیتي ادارې اېف اېس بي د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دوی د اسلامي دولت اوه کسیزه ډله نیولې ده.

په بیان کې راغلي ، چې له دې وسلوالو یې ډېر باروت، وسلې او په ترهګرۍ ولاړې لیکنې هم ترلاسه کړې دي.

* امریکا ته د روسیې خبرداری

* روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

دا اداریه وايي، دې ډلې د شنبې په ورځ د روسیې په دویم لوی ښار سن پیترز بورګ کې په یوه عبادتځي او څو نورو بیروباري سیمو کې د ولس د وژلو لپاره بریدونه پلان کړي وو.

ویل کېږي چې تېر اپرېل د سن پیترز بورګ په مېترو کې د چاودنې له امله ۱۳ کسان وژل شوي وو.

ولسمشر پوتین ډونلد ټرمپ ته ویلي چې ځانګړي ځواکونه به یې د ترهګرۍ د هر هغه پلان اړوند معلومات له امریکايي څارګرو سره شریک کړي، چې د متحده ایالتونو امنیت ګواښي.

نوموړي د امریکا ولسمشر ته ویلي چې د ده مننه د سي ای اې مشر او هغو کسانو ته ورسوي چې روسي څارګرو ته یې د برید معلومات ور کړي دي.

سپینه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو ومنله چې کله دواړه هېوادونه یو بل ته لاس ور کوي، نو د اوسنۍ بېلګې په ډول یې پایله ښه وي.

یوه اونۍ کې دوه ځل خبرې

د انځور حقوق GETTY CREATIVE STOCK
Image caption چارواکي وايي، وسلوالو په دغه کلیسا د برید پلان درلود.

دا په یوه اونۍ کې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ دویمه ټلیفوني اړیکه ده.

له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ دوی پر شمالي کوریا سره وغږېدل.

په هغو خبرو کې ډونلډ ټرمپ له ویلادیمیر پوتین مننه وکړه چې په کلنۍ خبرغونډه کې یې د امریکا د اقتصاد پیاوړتیا منلې وه.

دواړو مشرانو تېره میاشت په وروستي ځل په ویتنام کې د اسیا پیسفیک سرمشریزه کې سره ولیدل.

دوی په هغه لیدنه کې په سوریه کې اسلامي دولت ته د ماتې ور کولو لپاره پر ګډ کار سلا شول.

د امریکا څاګره اداره سي ای اې په دې باور ده چې روسیې تېر کال د ډونلډ ټرمپ په ګټه د دغه هېواد ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.

مسکو او ډونلد ټرمپ دا تورونه ردوي.

ورته مطالب