"هغه بهرنیان څه شول چې داعش لپاره جنګېدل؟"

. د انځور حقوق Getty Images

پر هغو بهرنیانو څه وشول چې د داعش ډلې لپاره جنګېدل؟ دا د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي، وروسته له هغه چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د خلافت اعلان وکړ. اټکل دی چې ۴۰ زرو کسانو د نړۍ له بېلا بېلو برخو نه عراق او سوریې ته سفر وکړ او د داعش په ملاتړ یې وسلې پورته کړې.

ورځپاڼه لیکي اوس چې په عراق او سوریه کې ډېرې سیمې د داعش له کنتروله وتلې دي ګومان کېږي چې لا هم یو څو سوه غړي یې په جګړو کې ښکيل دي، خو پوښتنه دا ده چې نور غړي یې څه شول؟

ډان د امریکايي کارپوهانو له قوله لیکي، ګڼ شمېر یې ووژل شول او ګڼ شمیر نور یې لا هم ژوندي دي چې جدي ګواښ یې رامنځ ته کړې دی.

ورځپاڼه د نړیوال امنیت او دفاع د تګلارې د ادارې د مشر (سېت جونز) له خولې لیکي چې د داعش څومره غړي وژل شوي؟ څومره نور یې پاتې دي چې لا هم جنګېږي؟ څومره یې نورو ځایونو ته د جګړې په خاطر تللي دي؟ او څومره غړي یې له جګړې لاس په سر شوي دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې روښانه ځواب یې نشته.

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه کوټه کې پر کلیسا پروني برید ته په اشارې چې لږ ترلږه نهه کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول په یو مطلب کې لیکي دغه برید چې پړه یې داعش ډلې ومنله په پاکستان کې د مذهبي لږکیو په ځانګړې توګه عیسویانو د امنیت په اړه اندېښې زېږولي دي.

ورځپاڼه وايي په داسې حال کې چې چارواکي په پاکستان کې د داعش موجودیت نه مني دغې ډلې څو ځلې په بلوچستان کې د بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

نیویارک ټایمز د یوه عیسوي سیاسي او ټولنیز فعال (شموان الفرډ ګیل) له قوله لیکي، د پاکستان امنیتي ادارې د خلکو او په ځانګړې توګه د مذهبي لږکیو په امنیت ساتلو کې پاتې راغلې دي.

ښاغلي ګیل ویلي له چارواکو نه یې غوښتنه کړې وه چې د ډسمبر په میاشت کې چې د عیسویانو لپاره د کریسمس له امله ځانګړی اهمیت لري د کلیساوو امنیت ونیسي خو په وینا یې چې په دې چاره کې پاتې راغلل.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د پاکستان ۱۹۸ میلیونه نفوس دوه سلنه وګړي عیسویان دي چې په دغه هېواد کې تر ډېره څنګ ته کړای شوي دي.

ګارډین :

لندن کې چاپېدونکې د ګارډین ورځپاڼه د یمن په اړه په یوه مطلب کې لیکي، د برتانیا د نړیوالو پرمختیايي چارو وزیرې (پیني مورډونټ) سعودي عربستان ته ویلي چې یمن ته د مرستو مخه ونه نیسي.

نوموړې ویلي چې سعودي عربستان هېڅ جواز نه لري چې یمن ته د مرستو مخه ونیسي او په وینا یې چې د یمني وګړو له لوږې نه د یوې وسلې په توګه کار اخلي چې دا له بشري قانونه سرغړونه ده.

ورځپاڼه د نوموړې وزیرې له قوله لیکي چې بریتانیا غواړي د ۵۰ میلیونو پونډو په ارزښت د یمن له هغو خلکو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي چې په وینا یې په نړیواله کچه ناوړه بشري بحران کې ایسار پاتې دي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د یمن درې برخې وګړي له ولږې او ناروغیو کړېږي.

تهران ټایمز:

تهران ټایمز ورځپاڼه په ایران کې د بې روزګارۍ په اړه په یوه مطلب کې په اقتصادي برخه کې د ولسمشر روحاني د سلاکار مسعود نیلي له قوله لیکي په ایران کې د بې روزګارۍ ننګونه ډېره جدي ده.

ورځپاڼه لیکي چې نوموړي په یوه تلویزوني پروګرام کې وویل چې په نړۍ کې شپږ سلنه خلک بې روزګاره دي خو په ایران کې دا کچه ۱۲ سلنه ده.

تهران ټایمز لیکي که څه هم په تېرو څو کلونو کې هر کال ۷۵۰ زره نوې کاري فرصتونه برابر شوي اوس هم نژدي درې نیم میلیونه وګړي په ایران کې بې روزګاره دي.