د نړۍ تر ټولو بوخت هوایي ډګر کې ۱۲ ساعته برېښنا نه وه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
مساپر د برېښنا په راتلو خوشالي څرګندوي

د امریکا متحده ایالاتو جورجیا ایالت د اټلانټلا ښار اړوند هرتزفیلډ جکسن نړیوال هوایي ډګر د یکشنبې په ورځ د برېښنا د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ شو.

د هوایي ډګر تیاره ترمینلونو کې په لسګونه زره خلک بند پاتې وو.

دا د نړۍ تر ټولو بوخت هوایي ډګر دی چې د ورځې ۲۲۵ زره مساپر ترې تېرېږي او هره ورځ کابو ۲۵۰۰ الوتنې ترې الوځي.

که څه هم اوس برېښنا بېرته راغلې، خو له دې پرچاوۍ سره له زرو زیاتې الوتنې لغوه شوې چې د دوشنبې ورځې الوتنو باندې یې هم اغېزې کړې.

د انځور حقوق EPA
Image caption په سلګونه الوتنې لغوه شوې

د یکشنبې په ورځ د هوایي ډګر ادارې په یوه اعلامیه کې وویل چې برېښنا د ورځې له یوې بجې د راتلونکي سهار تر شپږو بجو پورې پرچاو وه. رسمي سرچینو ویل چې په سیمه کې د برېښنا مزو اور اخیستلو دا ستونزه جوړه کړې وه.

د اټلانټلا ښاروال ویلي، د اور د لامل څېړنې روانې دي او له زرګونو خلکو یې بښنه غوښتې.

د امریکا مهمو هوایي کرښو یونایټډ، سوت وېسټ او امرېکن ایرلانیز ټولو په سیمه کې خپلې الوتنې ځڼډولې وې.

په خواله رسنیو شریک شوي انځورونه ښيي چې مساپر په هوایي ډګر کې بند پاتې دي.

د انځور حقوق Jannifer Lee
Image caption آغلې لي له خپلو پيشو سره څلور ساعته د خپلې راتلونکې الوتنې لپاره انتظار وه

آغلې لي، بی بي سي ته وویل "ما هیله درلوده چې آرام او بې ستونزې سفر به ولرم. "

د کورنیو او نړیوالو مساپرو د شمېر له مخې د اټلانټلا نړیوال هوایي ډګر د نړۍ تر ټولو بوخت هغه دی. چې په ۲۰۱۶ کال کې له سلو میلیونو زیات مساپر ترې الوتي او پکې ښکته شوي دي.

په دې پسې بیا د چین پلازمېنې بېجینګ نړیوال هوایي ډګر، د دوبۍ، لاس انجلس او توکیو نړیوال هوایيي ډګرونه تر ټولو زیات مساپر لري.

ورته مطالب