د هېوادونو د زغم ازموینه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پیسا(PISA) ازموینه هېوادونه پرتله کوي چې ځوان خلک یې څومره ښه ګډ کار کوي

د نړیوالې پوهنې د پرتله کولو سازمان غواړي په راتلونکي کال کې د هېوادونو د مهارتونو بیخي نوی ډول وازمويي.

دا ازموینه چې د نړیوالو زده کونکو د ارزونې پروګرام یا پیسا(Programme for International Student Assessment (PISA)) نومېږي او په هرو درېیو کلونو کې د اقتصادي همکاریو او پرمختیا نړیوال سازمان(Organisation for Economic Co-operation and Development (OECD)) لخوا ترسره کېږي.

د ریاضي، ساینس او لوستلو په برخو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ۱۵ کلنو ځوانانو پوهه ازمويي. موخه یې دا ده چې د هېوادونو د پوهنې د ښه والي لپاره د تګلارو جوړولو او معیارونو لوړولو سره مرسته وکړي.

دا سازمان په راتلونکي کال کې غواړي د ریاضي او سواد په برخه کې نه بلکې د جعلي خبرونو، نړیوال اقلیم بدلون او نژاد پرستۍ په برخو کې د ځوانانو پوهه وازمويي.

راتلونکي کال کې به د نړیوالې وړتیا په برخه کې تقریبا ۸۰ هېوادونه وازمویل شي. د ازموینو په هر پړاو کې به یوه موضوع غوره کېږي.

د ۲۰۱۸ کال د ازموینو نتیجې به په ۲۰۱۹ کال کې خپرېږي.

په اوسني وخت کې سېنګاپور، جنوبي کوریا، فنلنډ او کاناډا د مخکښو هېوادونو په کتار کې دي خو کیدی شي په راتلونکي کې بیخي بل ډول هېوادونه د لست په سر کې ځای ومومي.

د افراطیت پرضد مبارزه

خو نړیواله وړتیا څرنګه ارزوئ؟ اصلا د دې معنا څه ده؟

پدې وروستیو کې د اقتصادي همکاریو او پرمختیا نړیوال سازمان (او اي سي ډي (OECD)) د نوې ازموینې چوکاټ او د هغې د اصلي موخې په اړه خپل پلان جوړ کړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ازموینه غواړي معلومه کړي چې آیا ځوان خلک په ټولنیزو رسنیوکې جعلي خبرونه پېژندلای شي که نه

غواړي دا هم معلومه کړي چې ځوان خلک د نورو خلکو د نظرونو او کلتورونو په اړه څومره پوهه لري، څنګه کولای شي د خواله رسنیو د بې پرې نظرونو په منځ کې باوري شواهد له جعلي خبرونو څخه جلا کړي او ویې پېژني.

دا د زغم نشتوالي او افراطیت پر وړاندې یوه ننګونه ده.

د او اي سي ډي (OECD) د پوهنې د چارو مدیر، اندریاس شلایکر (Andreas Schleicher) وايي '"د ټولو لپاره د ښې زده کړې حق" په اړه نړیوالې ژمنې اوس د ریاضي، لوستلو او ساینس'' د بنسټیزې پوهې'' له پولې اوړي او باید'' د ګډ ژوند د زده کولو'' په اړه وي.

د اقتصادي چارو دا څېړنیز سازمان وايي د نژادي او مذهبي اختلافونو تر نامه لاندې بیخي ډېر''بې پروا تاوتریخوالی'' شویدی، ځوانان باید زده کړي چې د نورو کلتورونو له خلکو سره ګډ ژوند وکولای شي.

او اي سي ډي وايي نور عوامل هم شته دي، لکه د مهاجرت او پناه وړونکو په اړه بحثونه او د خواله رسنیو اختلاف جوړونکی اغېز، چې د ګډو نظریاتو نه درلودونکي خلک یو له بله سره جلا کوي.

ښاغلی شلایکر وايي''دا [ازموینې] به ډېرو هغو ښوونکو سره مرسته وکړي چې هره ورځ د جهالت، تعصب او کرکې چې د خلکو تر منځ د نفاق، تبعیض او تاوتریخوالي سبب کېږي، پر وړاندې مبارزه کوي.''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption او اي سي ډي وايي ځوان خلک باید وکولای شي په یوه نړیوال کلتور کې ژوند وکړ

د اقلیم بدلون

دا ازموینې غواړي معلومه کړي چې زده کونکي څومره کولای شي په جدي ډول معاصر محلي او نړیوال مسایل وڅېړي او څومره په''ګڼ کلتوریزه نظریاتو'' باندې پوهېدای شي.

د بېلګې په توګه، او اي سي ډي د نړیوالي تودوخې یا اقلیمي بدلون د شواهدو د راز راز تعبیرونو په هکله یوه پوښتنه کوي، چې له مخې یې د اقلیم د بدلون په اړه د موافقو او مخالفو نظریاتو یو جدول جوړېږي.

له زده کونکو پوښتل کېږي چې شواهد وڅېړي او پوښتنه وکړي چې ارقام او احصايي څرنګه کیدی شي په انتخابي توګه وکارول شي یا څرنګه کیدی شي د څېړنو تمویلونکي د څېړنو پر موندنو باندې اغېز وکړي او په خپله خوښه یې تعبیر کړي.

ځینې نورې پوښتنې د داسې یوې سناریو یا حالت پر بنسټ جوړې شوي چې کله د یوې ډلې یا ټیم یوه غړي سره د نژاد پرستۍ یو ناوړی چلند وشي او دا لوبغاړی د لوبې له ډګره ووځي نو ډله یې بایلونکې حسابېږي. پوښتنه دا ده چې آیا دا لوبغاړی بد چلند وزغمي او که ووځي او خپل ټیم په داسې یو حال کې پرېږدي چې یوغړی یې کم وي؟

موخه دا دی چې د هویت، مسوولیت، مقرراتو او فردي او ډله ییز چلند په اړه یو لړ پوښتنې را منځته کړي.

ځېنې نورې پوښتنې د نورو هېوادونو او کلتورونو د خلکو، دلچسپیو او ژبو او نړيوالې نابرابرۍ او چاپېریال په اړه د زده کونکو د نظریاتو په هکله دي.

خو د دې نظریاتو معلومول یو ډېر سخت کار دی- د ریاضي له روښانه پوښتنو سره ډېر توپیر لري.

د ارزښتونو ازمویل

معمولا دا نړیواله پرتله کول یا درجه بندي د داسې موضوع ګانو په اړه وه چې د نتیجو پرتله یې آسانه او روښانه وه.

خو دا وروستۍ ازموینې د '' د بشري درناوي او تنوع ارزونه'' کوي او'' په ګڼ کلتوریزه ټولنو کې د همغږه ژوند کولو اړتیا'' په هکله غږېږي.

دا تر ډېره د کلتوري ژوند په اړه ده.

خو ښاغلی شلایکر وايي ځوان خلک باید وکولای شي په یو نړیوال اقتصادي چاپېریال کې هم خپله لاره ومومي او د بېلابېلو هېوادونو او سابقو درلودونکو خلکوسره اړیکي جوړ کړي او خواخوږي ولري.

پدې کې د نړیوالتوب او پرانیستوب یو ټینګ ژور پیغام هم نغښتی دی.

د نړیوالې همکارۍ او پرمختیا سازمان یا او اي سي ډي په لومړي سر کې''له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا په ویجاړو ودانیو کې'' د بیارغونې هڅې پېل کړې وې، چې نړیواله همکارۍ، د بازار اقتصاد او دموکراتیکې موسسې پیاوړې کړي.

او اوس غواړي دغه ارزښتونه اوزمويي.

اړونده مطالب