هغه کورنۍ چې له هنټېنګټن ناروغۍ اغېزمنه شوې

هغه کورنۍ چې له هنټېنګټن ناروغۍ اغېزمنه شوې

ساينسپوهانو ناوړه کېدونکو عصبي ناروغيو کې يو تر ټولو لوی کنګل ماتوونکی ګام بللی چې تېره نيمه پېړۍ کې پورته کېږي.

څېړونکو د لومړي ځل لپاره له يوې داسې لارې پرده پورته کړې، چې له مخې يې د هغو خلکو ناسم يا نيمګړی جين سمېدی شي، چې د هنټېنګټن ناروغۍ کړېږي.

هيله دا ده، دا موندنه ښايي پارکېسن، الزايمر او موټور نيورون عصبي ناروغيو کې وکارېدی شي.