ډګروال پر فیسبوک ولسمشرۍ ته تر نوماندېدو وروسته بندي شو

قاعدة الماظة العسكرية د انځور حقوق Reuters

په مصر کې محکمې د پوځ پر یوه ډګروال احمد قنصوة وروسته تر هغه د شپږو کلونو بند حکم وکړ، چې پر فېسبوک یې د "پوځي نظام پرخلاف" په داسې حال کې چې پوځي جامې یې اغوستې، ولسمشرۍ ته د ځان نوماندېدل اعلان کړل.

د نوموړي وکیل اسعد هیکل ویلي، محکمې پر دغه ډګروال درې تورونه لګولي: پر فېسبوک په پوځي یونیفورم کې راڅرګند شوی، په همدې جامه کې یې خپل سیاسي دریځ په ډاګه کړی، او د پوځي قضاء د قانون د ۱۶۶ او ۱۵۳ مادو برخلاف یې له پوځي لارښوونو سرغړونه کړې ده.

هیکل بي بي سي ته وویل: "د محکمې ددې حکوم په اړه موږ نن خبر شوو، موږ به د قانون چوکاټ کې ګام اخلو او د پوځ استیناف محکمې غوښتنه به کوو."

د مصر اقصر کې د موندل شویو مومیایي مړيو نندارتون

السیسي د مصر ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړ

د مصر ولسمشرۍ ټاکنو ته رسمي کمپاین پیلېږي

احمد قنصوة د مصر پوځ کې انجنیر دی، چې څو اونۍ وړاندې یې پر فېسبوک یوه وېډیو کې په پوځي جامه کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی.

دی وايي "له څو کلونو راهیسې یې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندولو په پار له پوځي دندې استعفا واندې کړې، خو د وېډیو د خپرولو تر شېبې یې چارواکو استعفا نه ده منلې".

نوموړي د مصري واکمنانو پر کړنو نیوکه کړې.

ولسمشریزو ټاکنو ته د ښاغلي قنصوة اعلان هم مهاله دغو ټاکنو ته د مصر د پخواني لومړي وزیر احمد شفیق له اعلانولو سره سم شوی.

د انځور حقوق Eremnews
Image caption احمد قنصوة د مصر پوځ کې انجنیر دی، چې څو اونۍ وړاندې یې پر فېسبوک په یوه وېډیو کې په پوځي جامه کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی.

احمد شفیق له متحده عربي اماراتو دغو ټاکنو ته ځان نوماند کړی. نوموړی همالته اوسېږي.

خو شفیق مصر ته تر تګ وروسته وویل، د خپلې نوماندۍ په اړه به بیا له سره غور وکړي.

د مصر ولسمشریزو ټاکنو ته حقوقي فعال خالد علي هم ځان نوماند کړی.

د مصر ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۸ کال اپرېل میاشت کې ترسره کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption احمد شفیق له متحده عربي اماراتو دغو ټاکنو ته ځان نوماند کړی. نوموړی همالته اوسېږي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي راتلونکو ټاکنو ته تر اوسه د خپلې نوماندۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو له نښو ښکاري چې نوموړی به هم ځان کاندید کړي.

په تېره نومبر میاشت کې السیسي د شرم الشیخ د ځوانانو ټولنې غونډې پرمهال وویل، د مصر قانون ته درناوی لري.

ده ویلي وو، د قانون مطابق به د ولسمشرۍ تر دوو پړاونو ډېره ولسمشري ونه کړي، چې ځینو د هغه همدا خبرې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د دویم ځل لپاره د ځان نوماندولو په معنا اخیستې دي. ډګروال پر فیسبوک ولسمشرۍ ته تر نوماندېډو وروسته بندي شو

اړونده مطالب

ورته مطالب