ویرجینیا کې دوو سپو خپله څښتنه وژلې
بتاني، د قدم وهلو لپاره سپي ځنګله ته وړي وو
د امریکا ویرجینیا ایالت کې پولیسو د یوې زړه بوږنوونکې پېښې راپور ورکړی، چې یوه ښځه د خپلو دو سپیو له خوا په پلې لار کې وژل شوې.
پولیسو د ۲۲ کلنې بتاني اسټیونز د مړي له موندنې څلور ورځې وروسته د دویم ځل لپاره خبري ناسته کې خلکو ته د هغې د مړینې په اړه توضیحات وړاندې کړي او د هغې د مړینې په هکله ناسمې ګنګوسې رد کړې.
د جمعې په ورځ پولیسو د هغې له مړي سره سپي ولیدل.
پولیسو انګېرله چې سپي به د کوم ژوي په مړي راټول وي خو نه، ښکاره شوه چې هغه بتاني اسټیونز وه.
پولیس وايي، دا سپي چې د "پیت بول" د سپیو له ډلې دي، د خپلې ساتوونکې د مړي په خوراک بوخت وو.
خبرداری: لاندې خبرې ممکن ځینو لوستونکو ته ځوروونکي وي
د ګوچلند د پولیسو ریس جېم اګینو وویل: "ما لیدل چې سپیو د هغې سینه خوړله".
هغه زیاته کړه: "لومړنی زیان د هغې غاړې او مخ ته رسېدلی و".
جېم چې په خپلو خبرو کې درنګ کاوه، وویل: "ښکاري چې هغه به په ځمکه لوېدلې او بې هوښه شوې وي او له هغه وروسته سپیو خوړلې وي".
هغه د دوشنبې په ناسته کې ویلي وو، د بتاني اسټیونز کورنۍ ته د درناوي له وجې نه غواړي د پېښې نور جزییات خپاره کړي.
د وژل شوې نجلۍ له ملګرو سره دا پوښتنه ده چې څه د دې لامل کېږي سپي په خپلو هغو ساتونکو برید وکړي چې دوی یې روزلي.
د اسټیونز ملګرو، ځايي رسنیو ته ویلي، دې سپيو ډېر نرم مزاجه خوی درلود.
دا دوه سپي چې د قرباني شوې نجلۍ د کورنۍ له اجازې وروسته وژل شوي، د مېرمن اسټیونز په پرتله دوه برابره درانه وو. د پولیسو په وینا بټاني ۴۵ کیلوګرامه وزن درلود.