"شاولیکوټ نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ مرکز دی"

واکسین د انځور حقوق EPA
Image caption ورځپاڼې دغه راز د یوه ځايي ډاکټر له قوله ویلي چې د ګوزڼ مثبتې څلور واړه نوې پېښې د شاولیکوټ په هغو سیمو کې شوي دي چېرته چې طالبان فعالیت لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ په اړه یوه مطلب کې لیکي، سږ کال په دغې ولسوالۍ کې چې ځینې برخو کې یې طالبان هم فعال دي، څلور نوې مثبتې پېښې رامنځته شوې او دا د ورځپاڼې په وینا د نړۍ د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پنځمه برخه مثبتې پېښې دي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې شاولیکوټ په نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مرکز بللی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ټابې لینزر ورځپاڼې ته ویلي په شاوليکوټ کې د ماشومانو ګوزڼ مثبتو پېښو کې زیاتوالی د سلګونه زره افغان ماشومان له خطر سره مخامخولی شي.

کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ درې پېښې موندل شوې

په ننګرهار کې ۱۴مياشتنۍ نجلۍ په ګوزڼ اخته شوې

ورځپاڼې دغه راز د یوه ځايي ډاکټر له قوله ویلي چې د ګوزڼ مثبتې څلور واړه نوې پېښې د شاولیکوټ په هغو سیمو کې شوي دي چېرته چې طالبان فعالیت لري.

دغه ډاکټر نیویارک ټایمز ویلي طالبانو سیمې ته د روغتیايي کارکوونکو د ورتګ په وړاندې خنډونه جوړ کړي او تېره اونۍ د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې هم د دوی یو مرکز ویجاړ شوی.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي، ځینو سرچینو ورته ویلي د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سنا مجلس غړو ته په پرونیو غونډه کې پوځ د فیض اباد څلور حکومت ضد اعتصاب ختمولو کې رول لوبولی.

"له افغانستان او هند سره ښه اړیکي غواړو"

د انځور حقوق ISPR
Image caption د پاکستان د پوځ لوی درستیز

ورځپاڼه زیاتوي، نوموړي دغه راز ویلي د دغو اعتصاب په ماتولو کې د پولیسو مداخلې وضعیت لا پسې کړکېچن کړ او له امله یې په ټول هېواد کې د حکومت پرضد لاریونونه پیل شول، او که پوځ کوم ګام پورته کړی وای نو حالت نور هم خرابېده.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکې، په روا کال کې "اسلامي دولت" یا (داعش) ډله له ماتې سره مخ شوې، خو لا هم یو خطر دی.

ورځپاڼې په خپل رپوټ کې زیاته کړې د داعش له ماتې وروسته په راتلونکو میاشتو او کلونو دا ټکی مهم دی چې نړۍ د دغې ډلې له پاتې شونو سره څه ډول چلند کوي، که چلند پرېکنده وي نو نورې ډلې به ونه شي کولی چې سر راپورته کړي، بل لورته د ورځپاڼې په وینا په روان ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د دغې ډلې ځینې بریدونو دا وښودله چې لا هم د ورځپاڼې په خبره د نړیوالو جهادي ډلو لکه القاعده خوځښتونه شته.

ورځپاڼه د کارپوهانو په حواله خبر داری ورکوي چې د "اسلامي دولت" ډلې پورې تړلې ډلګۍ په ځانګړې توګه مصر لیبیا، یمن، افغانستان او سوېل ختیځه اسیا کې ګواښوونکې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا چې حوثي د یوې ډلې په توګه بالستیک توغندي لري نو دا د ورځپاڼې ددې مطلب له مخې ډیر لوی خطر دی.

سعودي ورځپاڼې الریاض لیکلي دا چې حوثي ډلې د ایران په اشاره پر سعودي عربستان توغندي توغولي نو سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د یوه غړي هېواد په توګه دا حق لري چې له خپلې خاورې او هوايي حریمه د مناسبو لارو په کارولو دفاع وکړي.

د ورځپاڼې په دې مطلب کې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو حقوقي سازمانونو غوښتنه شوې چې په رښتینې معنا ددغه تېري په وړاندې د سعودي عربستان په څنګ کې ودرېږي. دا چې حوثي د یوې ډلې په توګه بالستیک توغندي لري نو دا د ورځپاڼې ددې مطلب له مخې ډیر لوی خطر دی.

ورته مطالب