''امریکا سیمه ییزه مشري هغه چا ته ورکوي، چې د اتومي وسلو سیالي یې پیل کړې''

د امریکا او پاکستان اړیکې د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا په دغه هېواد بې بنسټه تورونه پورې کړي او نه یوازې دغه تورونه ردوي، بلکې له دغه ډول تورونو سره د پاکستان پر هغو قربانیو سترګې پټېږي، چې د وزارت په خبره په سیمه او نړۍ کې يې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره ورکړې دي.

پاکستان د امریکا هغه تورونه یو ځل بیا رد کړي، چې دغه هېواد لاهم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې هند ته په اشارې سره ویلي، امریکا هغه هېواد ته سیمه ییزه مشري ورکوي، چې په وینا یې اسیا کې يې د اتومي وسلو جوړولو سیالي پېل کړې وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شنبې پر ورځ د امریکا د ملي امنیت د نوې تګلارې وړاندې کولو پر مهال ویلي و، پر پاکستان به نور فشار زیاتوي، چې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د هند او پاکستان جګړه کې ولې پاکستانی پوځ تسلیم شو؟

روان سياسي کړکېچ پاکستان کوم لوري ته بيايي؟

امریکا ویلي و، دوی یو سوله ييز افغانستان غواړي او ورسره داسې پاکستان چې په افغانستان کې د سولې ضد فعالیتونو کې ککړ نه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدې ته په پام سره ویلي، پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو مخکې دی او د دغه هېواد د هلو ځلو په برکت القاعده شبکه ځپل شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلاميې کې هند په اشارې سره ویل شوي، امریکا هغه هېواد ته مشري ورکوي، چې په سویلي اسیا کې يې د اتومي وسلو پېل کړی او ترهګري د دولتي تګلارې برخه ګڼي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا ولسمشر وايي، "موږ یو ځواکمن او خپلواک افغانستان غواړو او داسې پاکستان چې د افغانستان په بې ټیکاوۍ کې ښکېل نه وي".

پاکستان چې له لومړۍ ورځې راهیسې پرې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او په هند کې د کشمیر د وسلوالو ډلو د ملاتړ تورونه پورې کېږي، د افغان دولت په شمول امریکا او هند هم ورڅخه بیا بیا غوښتي، چې د دغو ډلو له ملاتړه دي لاس واخلي.

خو د دې په ځواب کې پاکستان نه یوازې دغه تورونه ردوي، بلکې پر هند او افغانستان ورته تورونه پورې کوي.