ایران کې ۵٫۲ درجې زلزلې یو کس وژلی ۹۷ نور ټپیان دي

په ځینو سیمو کې خلک له کورونو ووتل. د انځور حقوق UGC
Image caption په ځینو سیمو کې خلک له کورونو ووتل.

د ایران پروخت نیمه شپه تهران ولسوالي یوې زلزلې ولړزوله. د زلزلې درجه د ریختر په کچه ۵٫۲ اټکل شوې ده.

چارواکي وايي، اوس د معلوماتو پر راغونډولو بوخت دي خو تر اوسه د یوه کس د وژل کېدو او د ۹۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

عیني شاهدانو ویلي زلزله دومره سخته وه چې غږ یې په ډېره لوړه کچه واورېدل شو. په ځینو سیمو کې خلک له کورونو ووتل.

زلزلې تهران ولسوالي، البرز، قزوین، قم او ګیلان سیمې لړزولې دي.

د زلزلې مرکز ملارد ښودل شوی، چې وايي تر ځمکې لاندې اوه کیلومتره ژور و.

په زلزله کې باید څه وکړو او څه ونه کړو؟

ایران کې د زلزلې قربانيانو شمېر له ٤٠٠ لوړ شو

ایران او عراق کې زلزله

د کرج سوېلي سیمې یې هم لړزولې دي.

مهر خبري اژانس د البرز ولسوالۍ د کړکېچ عمومې ادارې له خولې ویلي، دا زلزله چالوش کې د غرښویېدو لامل شوې ده.

تېره میاشت هم کرمانشاه ولسوالۍ کې ۷٫۲ درجې زلزلې له عراق سره پولې ته څېرمه سیمې ولړزولې چې لږترلږه ۷۰۰ کسان پکې ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images

اړونده مطالب

ورته مطالب