ټرمپ د بیت المقدس د پرېکړې مخالفو هېوادونو ته د مرستو بندېدو ګوتڅنډنه کړې

. د انځور حقوق EPA

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو هېوادونو ته، چې امریکا ور سره مالي مرستې کوي، خبرداری ورکړی که د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږدولو خلاف رایه ورکړي، شونې ده مالي مرستې پرې بندې کړي.

ښاغلي ټرمپ ویلي: "پرېږدئ چې زموږ خلاف رایه ور کړي، په ټوله کې به بچت وکړو. موږ ته مهمه نه ده، خو نور هغسې نه ده چې دوی دې زموږ خلاف رایه ور کړي او موږ دې سلګونه میلیونه ډالر ور کړو. "

پتېیل شوې چې نن پنجشنبه د ډیسمبر ۲۱مه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هغه پرېکړه لیک مسوده رایه اچونې ته وړاندې شي چې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو باندې پکې ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.

* 'بیت المقدس به عربي او اسلامي پاتې وي'

* بیت المقدس: د اوو زرو کلونو خونړی تاریخ

* د بیت المقدس تاریخ په شلمه پيړۍ کې

له امریکا پرته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو غړو هغه پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه چې له امریکا پکې غوښتل شوي وو د بیت المقدس په اړه خپله پرېکړه بدله کړي، خو متحده ایالتونو دغه هوکړه لیک هم ویټو کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي خبرداری ور کړی چې ډونلډ ټرمپ ته به د هغو هېوادونو په اړه معلومات ور کړي چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پرېکړه لیک ته مثبته رایه ور کړي.

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلي ټرمپ ویلي: "نور اجازه نه ور کوو چې له موږ څخه ناوړه ګټه واخیستل شي."

فسلطینیان غواړي ختیځ بیت المقدس، چې دمګړۍ د اسراییلو په ولکه کې دی، د خپلواکه فلسطین د راتلونکې پلازمېنې په توګه وپېژندل شي.

بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږدولو پرېکړه، له نړیوالو منفي غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

د یادونې ده چې د ډونلډ وروستۍ پرېکړه د امریکا د کانګریس د هغې مصوبې عملي بڼه ده چې په ۱۹۹۵ کال کې تصویب شوې وه، خو له ټرمپ څخه وړاندې ولسمشرانو یې اجرایي کېدل ځنډولي وو.

ورته مطالب