کرینه کپور خپل زوی ته د هغه په کلیزه کې بڼ ډالۍ کړ

. د انځور حقوق Getty Images

د بالیووډ نامتو لوبغاړو سیف علي خان او کرینه کپور د خپل زوی تیمور علي خان د زوکړې لومړۍ کلیزه ولمانځله.

تیمور علي خان په ډیسمبر میاشت کې یو کلن شو چې د کليزې په مراسمو کې یې د بالیووډ ۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

په دغه مراسمو کې د کرینه کپور او سیف علي خان خپلوانو هم ګډون کړی وو.

* د کرینه کپور او سیف علي خان کره د زوی زېږون

* د پاکستانۍ فلمي لوبغاړې ماهره خان او رنبیرکپور جنجالي عکس

* کرینه کپور: اوس د ممبۍ پر سړکونو ډارېږم

تیمور ته د هغه پلار (سیف علي خان) د ډالۍ په توګه یو جیپ ډوله موټر ډالۍ کړ، خو د هغه مور (کرینه کپور) بیا خپل زوی ته د ونو - بوټو بڼ د ډالۍ په توګه ورکړ.

دغه بڼ د ممبيي له ښاره ۵۰ کیلومتره لرې پروت دی. اغلې کپور خان دغه بڼ د خپل زوی لپاره په ځانګړې بڼه جوړ کړی دی.

د دغه بڼ پراخوالی ۱۰۰۰ فوټه مربع دی.

د کرینې ټولنیزې مشاورې روجوتا دیویکر د دغه بڼ په اړه معلومات پر خپل انستاګرام کې خپاره کړي دي.

د انځور حقوق @Delhi Times

نوموړې په خپل انستاګرام کې لیکلي:" په دغه بڼ کې ډول ډول ونې یو ځای کرل شوی دي."

هغې لیکلي:" هیله لرم کله چې تیمور لوی شي نو د ټولنیز ژوند توپیرونو به ومني. یو داسې ټولنیز ژوند چې ځایي اوسیدونکي یو له بل سره توپیر لري خو بیا هم په ګډه ژوند کوي.

دغه ۱۰۰۰ فوټه مربع بڼ شاخوا ۱۰۰ ونې لري چې کابو ټولې ونې یې د تیمور همزولې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب