په هند کې یوه ښځه ژوندۍ سوځول شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هند کې وروسته له هغې د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالي پېښې په کلکه څېړل کېږي، چې په ۲۰۱۲ کې د ډهلي په یوه بس کې په یوه محصله برید وشو

پولیس وایي د هند په حیدرآباد ښار کې یې یو کس نیولی چې له لفظي شخړې وروسته یې یوه ښځه ژوندی سوځولې وه.

۲۵ کلنه سندهیا راني نومې چې په یوه دفتر کې یې د سکرترې په توګه دنده درلوده د پنجشنبې په ورځ (۲۲ ډسمبر) د کور په لور روانه وه چې برید پرې وشو.

خلکو په بیړه روغتون ته یووړه، خو په لاره یې ساه ورکړه.

تورن ۲۸ کلن کارتک وانګا نومېږي او د سندهیا پخوانی همکار دی.

پولیسو وویل نوموړی تر څو میاشتو مخکې له آغلې راني سره په یوه کمپنۍ کې کار کاوه.

دی د پنجشنبې په ورځ له راني سره مخامخ شو، خلکو دوی په لفظي شخړه ولیدل، وروسته کارتک په راني تیل وپاشل او بیا یې اور ورواچاوه.

پولیس وایي، په ښاغلي کارتک تورونه دي چې له دوو کلونو راهیسې په آغلې راني پسې سرګردانه و او د واده غوښتنه یې ترې کوله. دې یې دا وړاندیزونه رد کړي وو. پولیسو ته روښانه نه ده چې آغلې راني د نوموړي پر خلاف دوسیه ثبت کړې وه که نه.

Image caption د هند په لر او بر کې د ښځو او ماشومانو پر خلاف بریدونه کېږي

په هند کې وروسته له هغې د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالي پېښې په کلکه څېړل کېږي، چې په ۲۰۱۲ کې د ډهلي په یوه بس کې په یوه محصله برید وشو.

خو بیا هم د دغه هېواد په لر او بر کې د ښځو او ماشومانو پر خلاف بریدونه کېږي.

د حکومتي شمېرو له مخې، په هند کې د کال په اوږدو کې د سلګونه ښځو مخو ته تیزاب شیندل کېږي. د دې برخې کمپاین کوونکي وایي ډېری وخت د خپلو انډیوالانو او یا تعقیبوونکي له لاسه داسې څه پېښېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب