محمود عباس: له دې وروسته د امریکا د سولې وړاندیزونه نه منو

محمود عباس د انځور حقوق AFP
Image caption محمود عباس: امریکا نور د منځګړي په توګه نه منو.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي له دې وروسته به فلسطینیان په منځني ختیځ کې د امریکا رول ونه مني.

ښاغلي عباس دا خبرې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې امریکا نور د منځني ختیځ صادق منځلاری نه دی. نوموړي زیاته کړه "موږ د امریکا له لوري وړاندې شوی هېڅ پروګرام نه منو ځکه دوی بې پرې نه دي او نړیوالو قوانینو ته درناوی نه کوي."

د ملګرو ملتونو لخوا د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې په هکله چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمینې په توګه پېژندلی رایه ورکړه.

ښاغلي عباس وویل چې نړیوالو ثابته کړه چې دوی له حق سره ملګري دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ټرمپ د پرېکړې خلاف چې بیت المقدس یې د اسراییلو پلازمېنه منلې وه رایه وکارول شوه.

محمود عباس باور لري چې که امریکا خپل سفارت بیت المقدس ته واستوي دا به نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وي. ده زیاته کړه چې د اسراییلو پر وړاندې باید اقدام وشي چې د عیسویانو او مسلمانانو ځمکې یې نیولې او هغوی ترې شړي.

ښاغلي مکرون خبري کنفرانس ته وویل: "که یې وخت راورسېږي موږ به فلسطین په رسميت وپېژنو."

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لخوا پر دې هکله رایه د امریکا له پرېکړې وروسته واچول شوه. په دې رایه اچوونو کې د ۱۲۸ هېوادونو استازو د امریکا د پرېکړې خلاف ، ۹ موافق او ۳۵ هېوادونو بیا سپینه رایه وکاروله.

د امریکا او اسرایيلو تر څنګ یوازې شپږو نورو هېوادونو د دغې پرېکړې د نه منل کېدو خلاف رایه وکاروله.

د محمود عباس ویاند وویل چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې رایه د فلسطین لپاره "لویه بریا" ده.

ورته مطالب