''چې هوا توده شي، ډېر خلک اروپا کې د پناه غوښتنه کوي''

ویل کېږي د موسمي بدلون له کبله به لومړی نارینه کډوالۍ ته اړ کېږي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي د موسمي بدلون له کبله به لومړی نارینه کډوالۍ ته اړ کېږي.

ماهرین وايي کله چې د نړۍ هغو سیمو کې چې پراخې کروندې لري، هوا ډېره توده شي، اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو کې یې د پناه غوښتونکو شمېر ډېرېږي.

د ساینس ژورنال لخوا خپره شوې څېړنه کې ویل شوي، کله چې د تودوخې درجه له ۲۰ اوړي د ۱۰۳ هېوادونو اوسېدونکي د پناه لپاره بهر ته ځي.

څېړنه وايي، ۲۱۰۰ کال پورې ښايي د پناه غوښتنلیکونو شمېر ۶۶۰ زرو ته ورسېږي. د ۲۰۰۰ م او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ اروپايي ټولنه کې هر کال نژدې ۳۵۰ زره کسانو د پناه غوښتنه کړې او دغه ډېری کسان د افغانستان او عراق په څېر له هېوادونو راغلي وو.

ویل کېږي د موسمي بدلون له کبله به لومړی نارینه کډوالۍ ته اړ کېږي. څېړونکو دغه شمېرې او په ۱۰۳ هېوادونو کې د موسم کیفیت چې دوی د (موسمي ټکانونه) نوم ورکړی پرتله کړي دي.

شړل شوی افغان پناه غوښتونکی له کابله لندن ته راوستل شو

د هېوادونو د زغم ازموینه

دوی ته معلومه شوه، چې د موسم ډېرې تودوخې یا خورا سړېدو له کبله کډوالي ډېرېږي.

څېړونکو د ډېرې تودوخې لپاره له ۲۰ درجو پورته کچه ټاکلې. څېړونکو ته دغه راز د پاکستان په څېر هېوادونو کې، چې ډېره غله پکې کرل کېږي، معلومه شوې چې اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنلیکونو ډېرښت او هوا د تودوخې تر منځ پام وړ اړیکه شته.

د رپوټ لیکوالو په باور له کچې تېره تودوخه غوسه او ډیپرېشن ډېروي، د هېوادونو پر ملي عوایدو اغېز کوي او غوسه ناکه رویه رامنځته کوي.

د کولمبیا پوهنتون پروفیسر ولفرام شلینکر بي بي سي ته وویل:

''زه بشپړ باوري یم، چې د ۲۰۰۰ کال او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ شمېرو له څېړنې سره موږ د موسمي بدلون او پناه غوښتونکو شمېر تر منځ پام وړ تړاو موندلی دی. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي کله چې موسمونه شدت پیدا کړي، غلې دانې اغېزمنې کېږي او د سیمو اوسېدونکي بهر تګ ته زړه ښه کوي

څېړونکي وايي، د روانې پېړۍ اوږدو کې به د پناه غوښتونکو شمېر ډېرښت کچه د تودوخې کچې لوړېدو له څرنګوالي سره غوټه وي. خو پروفیسر ولفرام شلینکر وايي راتلونکي کې د موسمي بدلونونو او پناه غوښتونکو د کره شمېر په تړاو ډېر ډاډه نه دی:

''موږ باید اصلاً داسې ګومان وکړو، چې د ۲۰۰۰ م او ۲۰۱۴ کال تر منځ زموږ موندنې به د راتلونکو ۸۰ کلونو لپاره پر ځای پاتې شي. ''

اړونده مطالب