استرالیا پر پلیو خلکو موټر خېژوونکی افغان په وژلو تورن کړی

میلبورن د انځور حقوق Reuters
Image caption د تېرې پنجشنبې په ورځ مشکوک تورن د میلبورن فلینډرز کوڅه کې یې پر پلیو خلکو موټر وروست او ګڼ کسان یې ټپیان کړل.

په استرالیا کې پولیسو هغه افغان الاصله پخوانی کډوال د ۱۸ کسانو د وژلو په هڅې تورن ګڼل شوی، چې میلبورن کې یې پر پلیو خلکو موټر خېژولی و.

پولیس وايي، تورن کس سعید نوري نومېږي او ۳۲ کلن دی او پر شنبې به محکمه کې حاضر کړل شي.

پر نوموړي دا تور هم دی چې د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ مشکوک تورن د میلبورن فلینډرز کوڅه کې یې پر پلیو خلکو موټر وروست او ګڼ کسان یې ټپیان کړل.

د درو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل شوی و. نهه نور ټپي شوي کسان د سوېلي کوریا، ایرلنډ، وینزوېلا، چین، هند او ایټالیا دي.

د میلبورن پولیسو ویلي، له مشکوک تورن یې پوښتنې کړې او د جمعې په ورځ یې له روغتون نه تر رخصتولو وروسته تورن پېژندلی.

"استرالیا کې پر پلیو خلکو موټر خېژوونکی افغان دی"

استرالیا: د الوتکې غورځولو ترهګریز پلان شنډ شوی

غان؛ استرالیا کې د افغانانو یاد

وړاندې پولیسو ویلي وو، موټر چلوونکی افغان الاصله استرالیايی دی او دمګړۍ یادې پېښې ته له ترهګرۍ سره تړاو نه شي ور کولی.

له پېښې وروسته په ښار کې امنیتي تدابیر ټینګ شوي وو.

هغه انځورونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي، پکې پلي کسان سپین رنګه موټر ته څېرمه پر ځمکه پراته لیدل کېږي.

پولیس وايي، د میلبورن کرېکټ لوبغالي د امنیت نیولو لپاره یې په "لوړه کچه د امنیت" نیولو تابیا نیولې؛ ځکه چې راتلونکې سې شنبې هلته د استرالیا او انګلستان ترمنځ ټېسټ لوبه پیلېږي.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم په دغه ښار کې پر پلیو کسانو موټر وخېژول شو چې له امله ۶ کسان ووژل شول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو له خلکو غوښتې د پېښې ځای ته له تګ ډډه وکړي
د انځور حقوق Reuters
Image caption تېر کال هم په دغه ښار کې پر پلیو کسانو موټر وروستل شو چې له امله یط ۶ کسان ووژل شول

ورته مطالب