پاکستان د افغان- هند ترمنځ همکارۍ لار کې تیږې اچوي

نرېندرا مودي او اشرف غني د انځور حقوق Getty Images

هندۍ ورځپاڼه ایکانومیک ټایمز لیکي د افغانستان په تړاو د هند او ایران ترمنځ اقتصادي همکاري له ایران سره د امریکا د اختلاف دوام دی. د ورځپاڼې په وینا د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو په رسېدلو سره د افغانستان او هند ترمنځ د باور وړ او پیاوړې لاره رامنځته شوې ده.

ورځپاڼه اشاره کوي، دا چې پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې په لاره کې تیږې اچوي خو بیا هم هند وتوانیده چې له بلې لارې له افغانستان سره د دوستي تار وغزوي.

خو، د ورځپاڼې د مطلب له مخې دې مسالې د سیمې لپاره د امریکا د ستراتیژۍ دوه برخې په ټکر کې کړي ، له یوه طرفه امریکا غواړي هند له افغانستان سره مرسته وکړي او له بله پلوه غواړي ایران ګوښې ته کړي.

افغانستان ته د سفر پرمهال د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس له خوا پاکستان ته د ګواښونو په تړاو پاکستانۍ ورځپاڼو بیلابیل مطالب خپاره کړه.

چابهار؛ د هند او افغانستان نژديوالي ته اندېښمن پاکستان

د مایک پینس څرګندونو ته غبرګون کې پاکستان ویلي'متحدینو ته خبرداری نه ورکول کېږي'

له دې ډلې ایکسپریس ټربیون د پاکستان او امریکا ترمنځ روانه لفظي شخړه مخ په زیاتېدونکې بللې او په یوه رپوټ کې د سنا مجلس د ځینو هغو غړو اندېښنو ته اشاره کوي چې ویلي یې دي ښايي امریکا د جماعة الدعوة ډلې د مشر حافظ سعید په تړاو هغسې عمل وکړي لکه د القاعده ډلې د مشر پرضد یې چې اسلام آباد ته څېرمه په ایبټ آباد کې وکړې او د امریکا ځانګړو ځواکونو اسامه بن لادن په خپل کور کې وواژه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسلام اباد ته د ټرمپ هغه خبره بیا ور اوري چې د امریکا په ملګرتیا کې یې ګټه او د ترهګرو په ملاتړ کې یې تاوان دی

اسلام اباد ته د ټرمپ هغه خبره بیا ور اوري چې د امریکا په ملګرتیا کې یې ګټه او د ترهګرو په ملاتړ کې یې تاوان دیدپلومات مجلې د کولمبیا د سولې بهیر او دا چې د افغانستان د سولې په تړاو له هغې څه ډول ګټه اخستل کیدای شي یو تحلیلي مطلب خپور کړی، کولمبیا کې تېر کال د سولې تړون لاسلیک شو او ۵۲ کلنه جګړه یې پای ته ورسول.

لیکوال په دې نظر دی چې د کولمبیا د سولې له بریالیتوبه څو درسونه د افغانستان په تړاو اخستل کېدای شي، لومړی دا چې د سولې هڅې تر هغه مثبته پایله نه شي لرلی چې وسله وال مخالفین په قوي موقف کې وي. دی وايی، کله چې فارک ډله له پوځي پلوه کمزورې شوه نو سولې ته یې غاړه کېښوده.

دویم دا چې د سیمې هېوادونه باید طالبان سولې ته وهڅوي ، فارک ډله هم کیوبا او ونزویلا سولې ته وهڅوله. دریم درس دا دی چې د نړیوالې ټولنې مرسته د سولې لپاره بنسټیز رول لري. خو بهرنیان باید په کې لاس وهنه ونه کړي.

د مطلب لیکوال د کولمبیا او افغانستان د قضیو ورته والي ته هم اشاره کوي او زیاتوي چې طالبان هم لکه د فارک د ډلې په هېوادونو کې پټن ځایونه لري، طالبان یې په پاکستان کې لري او فارک ډلې په ونزویلا کې لرل. بل ورته والی دادی چې فارک ډلې د نشه یي توکو په کارو بار کې لوی لاس درلود او طالبان هم د نشه یې توکو په کارو بار کې لاس لري.

دریم ورته والی دادی چې امریکا په دواړو جګړه کې ښکیله ده، امریکا فارک ډلې ته لس ملیارده ډالرو په ارزښت مرستې ورکړې او له افغانستان سره هم مرستې کوي.

ورته مطالب