"د ترهګرو پټنځیونه په پاکستان کې نه، افغانستان کې دي"

. د انځور حقوق Getty Images

د ترهګرو پناه ځایونه په پاکستان کې نه بلکې افغانستان کې دي. دا د پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیکي دی او لیکي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې ملیحه لودهي د امریکا ادعاوې چې ګواکې ترهګر په پاکستان کې پناځایونه لري، رد کړې او ویې ویل دغسې پنا ځایونه د افغانستان په هغو سیمو کې دي چې د حکومت تر کنترول لاندې نه دي.

ورځپاڼه د اغلې لودهي له قوله لیکي د داعش او نورو ترهګرو ډلو پناځایونه د افغانستان په هغه ۴۰ سلنه خاوره کې دي چې د دې په وینا افغان حکومت پرې کنترول نه لري.

ډیلي ټایمز د نوموړې له خولې لیکي اوس د داعش ډلې تر چتر لاندې د نړۍ له بېلا بېلو سیمو نه ترهګری په افغانستان کې ټول شوي چې دا یو بل ګواښ دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغو افغان ماشومانو په اړه چې له خپلو میندو سره په زندانونو کې ژوند کوي یو مفصل مطلب خپور کړی او لیکي د څه باندې ۳۰۰ ماشومانو لپاره چې ګڼ یې له پنځو کلونو ډېر عمرونه لري کور د دوی د میندو د بند کوټه ده.

ورځپاڼه لیکي نهه کلن ذاکرالله یو له هغو ۴۳ ماشومانو دی چې په ننګرهار کې له خپلو میندو سره د بند ورځې شپې تېروي او د دوی له ډلې ۲۵ یې د ښوونځي د تګ دي.

نیویارک ټایمز لیکي دا ماشومان د هغه سیستم ښکار دي شوي چې په جرمونو محکومو میندو ته دا خوښه ورکوي چې کولای شي خپل ماشوم له ځان سره په بند کې وساتي ځکه چې ډېر ځله بل داسې ځای نه وي چې د دغو ماشومانو پالنه او روزنه پکې وشي. ورځپاڼه د افغان چارواکو له قوله لیکي چې دمګړۍ د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۳۳ هغو کې یې ۳۳۳ تنه ماشومان له خپلو میندو سره په زندانونو کې ژوند کوي چې ۱۰۵ تنه یې د ښوونځي د تګ دي.

ګارډین:

د ګارډین ورځپاڼې په بریتانیا کې د یوه افغان پناه غوښتوونکي په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي دغه ۳۹ کلن افغان ته چې وار دمخه یې تقریباً یوولس کاله په برتانیا کې تېر کړي او وايي چې په افغانستان کې نیول شوی و او شکنجه شوی دی له برتانیا نه په زوره د ایستلو په وروستیو شیبو کې د نورو قانوني چارو تر بشپړېدو د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوه.

په پام کې وه چې دغه افغان پنا غوښتونکی چې د پنا اخیستلو عریضه یې رد شوې وه سبا ته بیرته افغانستان ته واستول شي.

د ده وکیل په وروستیو کې یو ځل بیا د هغه په اړه شوې پرېکړه وننګوله خو د ګارډین په وینا د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ورته ځواب ورنکړ خو کله چې ګارډین ورځپاڼې پرون په دې هکله یو رپوټ خپور کړ د کورنیو چارو وزارت وکیل ته خبر ورکړ چې د اوس لپاره یې د هغه له بیرته استولو لاس اخیستي.

تهران ټایمز:

تهران ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې ایران، روسیې او ترکې د بندیانو د تبادلې پر سر موافقه وکړه.

ورځپاڼه د یوه دیپلومات له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی لیکي دا موافقه په سوریه کې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د اتمې غونډې په ترڅ کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه وشوه او پر دې هم سره سلا شول چې اجساد به سره تبادله کوي او تاریخي ځایونه به له ماینونو پاکوي.

ورځپاڼه لیکي ایران، روسیه او ترکیه په سوریه کې د امن ځایونو پر جوړولو هم سره سلا شوي.