پاپ فرانسیس د کډوالو له حقونو ننګه کړې

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاپ کډوال له مریم او یوسف سره ورته ګڼلي دي

پاپ فرانسیس ویلي، د اوسني وخت ډېری خلک له هغو مشرانو په تېښته دي چې د بې ګنا خلکو په وینه تویونه کې هیڅ ستونزه نه لري.

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو رهبر دغه څرګندونې د کریسمیس په وروستۍ شپه کړې دي.

نوموړي له نړیوالو وغوښتل، د هغه میلیونونو انسانانو لاسنیوی هېر نه کړي چې له خپلو هېوادونو تېښتې ته اړ شوي دي.

* امل حجازي، له شوخو پاپ سندرو د پیغمبر تر ستایلو پورې

* "مور ژوند بخښي خو 'بمونو مور' ژوند اخلي"

* ملانیا او ایوانکا ټرمپ سعودي نه، واتیکان کې حجاب وکړ

نوموړي دغه کډوال له مریم او یوسف سره ورته وګڼل او بیت لحم (د حضرت عیسی د زوکړې ځای) ته یې د هغوی د سفر په اړه د انجیل یو روایت بیان کړ.

نوموړي یکشنبه ناوخته د ډيسمبر ۲۴مه، د واتیکان په سن پیټر کلیسا کې پخپلو خبرو کې وویل:

"موږ میلیونونه وګړي وینو چې پخپله خوښه نه، بلکې په زور له خپل هېواده شړل شوي دي او خپل خپلوان ترې پاتې شوي دي. "

د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ ۱ میلیارد او ۲۰۰ زره کاتولیک مسیحیان شته.

رهبر یې (پاپ فرانسیس) د نړۍ له خلکو غوښتنه وکړه چې د کډوالو تود هرکلی وکړي.

پاپ فرانسیس د نړۍ په کچه د کډوالو د حقونو ملاتړی ګڼل کېږي، نوموړي په ځلونو پخپلو خبرو کې یادونه کړې چې حضرت عیسی پخپله یو کډوال و.

نوموړي د تېر کال پخپله کلنۍ وینا کې ویلي وو، مادیاتو د کریسمیس په مانا او اومفهوم سیوري غوړولی او د دغو ورځو د نمانځلو په انساني اړخونو په پاللو یې ټینګار کړی و.

د انځور حقوق Getty Images

اړونده مطالب

ورته مطالب