"د قدس په اړه د ټرمپ پرېکړې اسلام اباد او تهران سره نږدې کړل"

. د انځور حقوق Reuters

د پاکستان ابزرورس ورځپاڼه د دغه هېواد د مشرانو جرګې د مشر میا رضا رباني له قوله په یو مطلب کې لیکي، په نړۍ کې وروستیو پرمختیاوو او د ولسمشر ټرمپ پرېکړې چې بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپیژانده ایران او پاکستان سره نژدي کړي دي.

ښاغلي رباني ویلي چې د تل ابیب، واشنګټن او ځینو نورو هېوادونو ترمنځ همکاري په نړۍ کې ترهګري خپروي او په وینا یې چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ۷۰ زرو پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستان ابزرورس لیکي د مشرانو جرګې مشر د ایران د پارلمان له مشر علي لاریجاني سره د لیدنې پرمهال دا هم ویلي چې د شته وو ننګونو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (او ای سي) کوم رول نه دی لوبولی ځکه نو په وینا یې لا ډېرې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا ده چې ننګونې له منځه یوړل شي.

فانینشل ټربیون:

افغانستان د کرځندویه صنعت ژوندي کولو لپاره اقدامات کوي تر سرلیک لاندې په انګلیسي ژبه ایرانۍ اقتصادي ورځپاڼه فانینشل ټریبیون لیکي افغانستان کې څو لسیزو جګړو او سیاسي ناکراریو د افغانستان د ګرځندوې صنعت چې یو مهال ډېر غوړیدلی و، له منځه وړی خو اوس یو لړ نوي اقدامات شوي چې دغه صنعت یو ځل بیا ژوندي کړای شي.

ورځپاڼه لیکي سره له دې چې د امریکا په ګډون ګڼو لوېدیځو هېوادونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته سفر ونه کړي تېر کال یو شمېر بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي وو.

فانینشل ټریبیون لیکي په افغانستان کې یو له هغو ځایونو نه چې باید ولیدل شي په بامیان ولایت کې بند امیر دی چې د افغانستان لومړنی ملي پارک دی او په ۲۰۰۹ کال کې جوړ شو.

ورځپاڼه د سیمه ییزو چارواکو له خولې لیکي چې سږکال تر دې دمخه لسګونه زره چې څو سوه پکې بهرنیان وو بامیان ولایت ته د سیاحت په موخه ورغلي دي.

ډیلي مېل:

د رختصۍ په اړه د ولسمشر ټرمپ له پیغام وروسته په افغانستان کې امریکايي پوځیانو د کریسمیس جشن ولمانځه تر عنوان لاندې لندن کې چاپیدونکې ډیلي مېل ورځپاڼه لیکي، امریکايي پوځیانو د بګرام په هوايي ډګر کې د کریسمیس جشن له خپلو عزیزانو پرته ولمانځه.

ورځپاڼه لیکي له دې لمانځنې مخکې ولسمشر ټرمپ له امریکايي پوځیانو سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې ګډون وکړ او د نړۍ په ګوډ ګوډ کې یې امریکايي پوځیانو ته د کریسمیس مبارکي ورکړه.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي په نړۍ کې د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسیس د کریسمیس د جشن په پلمه له نړیوالو وغوښتل چې د کډوالو وضعیت ته پاملرنه وکړي.

ورځپاڼه لیکي پاپ له مسلمانو هېوادونو نه امریکا ته پر سفر کولو محدویتونو، د روهنګیایانو پرضد د میانمر پوځي اقداماتو، جګړو او د انسانانو قاچاق ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د بډایه هېوادونو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې په میلیونونه کورنۍ په ناوړه شرایطو کې د کډوالو په کمپونو کې ژوند وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي پاپ فرانسیس له تېرو څلورو کلونو راهیسې څو ځلې د کډوالو په هکله څرګندونې کړې او څو اونۍ وړاندې یې بنګله دېش ته د سفر پرمهال له روهنګیایانو سره د میانمار د حکومت پر چلند نیوکه وکړه.