پاپ، د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د خبرو پیل غوښتی

. د انځور حقوق EPA
Image caption پاپ مخکې هم په بیت المقدس کې د روان وضعیت د دوام غوښتنه کړې وه.

د کاتولیک عیسویانو نړیوال مذهبي مشر پاپ فرانسیس په منځني ختیځ کې د لانجو ګونجو د زیاتولو په اړه خبرداری ور کړ او د اسراییلو او فلسطین ترمنځ یې د شخړو د هواري لپاره د خبرو اترو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي په واتیکان کې د کریسمیس په ورځ پخپله کلنۍ وینا کې وویل، د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د خبرو بیا پیلېدا ته باید هوډ رامنځته او د دواړو ملتونو ګډ ژوند کولو ته باید سوله ییزې لارې ګودرې ولټول شي.

تر هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژانده، دا دویم ځل دی چې پاپ فرانسیس پخپلو خبرو کې د اسراییلو او فلسطنیانو اختلافونو ته نغوته (اشاره) کوي.

پاپ مخکې هم په بیت المقدس کې د روان وضعیت د دوام غوښتنه کړې وه.

د ډونلډ پرېکړه په نړیواله کچه وغندل شوه.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په یوه ناالزامي پرېکړه لیک کې له امریکا څخه وغوښتل شول چې د بیت المقدس په اړه خپله پرېکړه بدله کړي.

فلسطینیان غواړي په راتلونکي کې یې ختیځ بیت المقدس د هېواد پلازمېنه وي.

د انځور حقوق Getty Images

کابو ټول هېوادونه چې له اسراییلو سره ډيپلوماټيکې اړیکې لري، سفارتونه یې په تل ابیب کې دي.

پاپ پخپله کلنۍ وینا کې وویل، راځئ چې په دې پرتمینه ورځ د بیت المقدس او همدغې پاکې خاورې د سولې او ټیکاو لپاره لاسونه لپه کړو.

د کاتولیک کلیسا دغه مشر پخپله وینا کې نورو نړیوالو ستونزو لکه د کډوالو کړکېچ، د سوریې او عراق جګړو او همدارنګه د وینزویلا کړکېچ ته هم اشاره وکړه.

* پاپ فرانسیس: د کډوالۍ ستونزه د 'وژونکو رهبرانو' له امله ده

* امل حجازي، له شوخو پاپ سندرو د پیغمبر تر ستایلو پورې

* "مور ژوند بخښي خو 'بمونو مور' ژوند اخلي"

ورته مطالب