ګواتیمالا له اسراییلو بیت المقدس ته خپل سفارت لېږدوي

ګواتمالا دویم هیواد دی چې بیت المقدس ته د خپل سفارت د لیږدولو خبره کوي د انځور حقوق EPA
Image caption ګواتیمالا دویم هیواد دی چې بیت المقدس ته د خپل سفارت د لیږدولو خبره کوي

له امریکا وروسته ګواتیمالا دویم هیواد دی چې بیت المقدس ته د خپل سفارت د لیږدولو خبره کوي، د ګواتمالا ولسمشر جیمي مورالس ویلي، په اسراييلو کې خپل سفارت د بیت المقدس تل اویو ته لېږدوي.

ښاغلي مورالس د یکشنبې (د ډسمبر ۲۴) په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې ولیکل چې د اسرییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له خبرو وروسته یې دا پرېګړه کړې او د ګواتمالا د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی چې د لېږد لړۍ پیل کړي.

ګواتمالا هغه هېواد دی چې د امریکا پر وړاندې د ملګرو ملتونو د رورستۍ پریکړې په اړه یې منفي رایه ورکړې وه، ملګرو ملتونو بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه نه وو پيژندلی.

د سوېلي امریکا په هېوادونو کې د ګواتیمالا ګاونډي هندورانس هم د امریکا د دريځ ملاتړ کړی و.

له امریکا وروسته ګواتیمالا دویم هېواد دی چې بیت المقدس ته يې د سفارت د لېږد پرېکړه کړې؛ روښانه نه ده چې دا لېږد به څه وخت پيل شي، خو دا پرېکړه به ګواتیمالا د نړیوالې ټولنې له هغه دریځ سره مخامخ کړي چې د بیت المقدس ختیځ لا هم د اسرائیل تر پوځي نيواک لاندې بولي او یو موټی بیت المقدس د اسرائیل د پلازمينې په توګه په رسميت نه پېژني.

د بیت المقدس تاریخ په شلمه پيړۍ کې

"د قدس په اړه پر مخالفو هېوادونو مرستې بندوو"

نیوزیلنډۍ سندرغاړې ولې اسراییل کې کنسرټ لغوه کوي؟

اسراییل او ترکیه یو بل په ترهګرۍ تورنوي

ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بیت المقدس په اړه څو ورځې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونلد تړمپ د وروستۍ ناندریزې پرېکړې پر خلاف رایه ورکړه.

له دې مخکې ډونلډ تړمپ ګواښ ګړی و که هېوادونه د بیت المقدس په اړه مثبته رایه ورکړي، امریکا به پر دغو هېوادونو خپله مالي مرسته ودروي. ۱۲۷ هېوادونو د ټرمپ د پرېکړې خلاف رایه ورکړه؛ او ۳۵ هېوادونو ممتنع رایه وکاروله.

له امریکا او اسراییل پرته، توګو، پالایو، مېکرونزي، مارشال جزایر، هندوراس او ګواتیمالا هم د دغه پرېکړه ليک د مسودې پر خلاف رايه ورکړه.

جنجال په څه دی؟

بیت المقدس (قدس/اورشلیم) د یهودیانو، مسحیانو او مسلمانانو لپاره ‌مقدس او تاریخي ارزښت لري.

د دې ښار ختیځه برخه چې ګڼ مقدس او مذهبي ځایونه لري د پردیو په واک کې ده او فلسطینیان وايي دا ځای به یو ورځ د فلسطینیانو مستقله پلازمېنه وي.

اسراییل ټول ښار خپله پلازمینه پېژندلې خو، نړیواله ټولنه د اسراییل واک پر دغه ښار په رسمیت نه پېژني او هغه هېوادونه چې له اسراییل سره اړیکه لري خپل ډیپلماتیک مرکزونه یې د بیت النغدس تل اویو ته لیږدلي. اسراییل په تېرو پينځو لسيزو کې د بیت المقدس ختیځې برخې له نیولو سره په دغه سيمه کې د ښارګوټو د جوړولو هڅه کړې.

ختیځ بیت المقدس د ۱۹۶۷ کال د جون په (شپږ ورځنۍ) جګړه کې د اردن له واک نه ووت او د اسراییل نیواک پرې واکمن شو.

په ۱۹۸۰ کال کې اسراییل رسماً یبت المقدس په خپل اساسي قانون کې د پلازمېنې په توګه زیات کړ، خو د نړیوالوو قوانیونو له مخې ختیځ بیت المقدس د نیول شویو ځمکو په ډله کې راځي.

د ډونلډ ټرمپ له پرېکړې وړاندې امریکا هم په همدې فکر وه.

د ۱۹۹۳ کال د سولې د تړون له مخې د دواړو لورو تر منځ د ښار وروستۍ برخه باید د سولې د خبرو اترو له وروستي پړاو وروسته وټاکل شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب