امریکا پر ملګرو ملتونو ۲۸۵ میلیون ډالر مرسته راکموي

د ملګرو ملتونو سازمان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ تر اوسه د بېلابېلو موضوعاتو پر سر له ملګرو ملتونو او اړوندو سارمانونو سره همغږی نه دی.

په ملګرو ملتونو د امریکا سفیرې نیکي هیلي وویل، هېواد یې په راتلونکو ۲۰۱۸ـ ۲۰۱۹ کلونو کې له ملګرو ملتونو سره خپله مرسته ۲۸۵ میلیون ډالره کمه کړې ده.

اوس متحده ایالتونه له ملګروملتونو سره ۳،۳ میلیارد ډالر مرسته کوي، چې د دغه سازمان ۲۲ سلنه کلنۍ بودیجه جوړوي.

مېرمن هیلي وویل: "د ملګرو ملتونو له حد وتلي لګښتونه ډېر روښانه دي. موږ به د امریکا د خلکو له سخاوت نه د ناوړه ګټې اخیستو اجازه ورنه کړو او بې څارنې به پاتې نه شي."

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ تر اوسه د بېلابېلو موضوعاتو پر سر له ملګرو ملتونو او اړوندو سارمانونو سره همغږی نه دی.

دا اختلافونه هغه وخت لا ډېر ډاګیزه شول چې ملګرو ملتونو د رایو په اکثریت له تل ابیب نه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو د پرېکړې پرخلاف رایه ورکړه.

نیکي هیلي د ملګروو ملتونو له پرېکړې مخکې ګواښ کړی وو چې د دغه سازمان پرېکړه به د ملګرو ملتونو په اړه د امریکا پر لیدلوري تاثیر وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

نیکي هیلي وویل، هېواد یې په راتلونکو ۲۰۱۸ـ ۲۰۱۹ کلونو کې له ملګرو ملتونو سره خپله مرسته ۲۸۵ میلیون ډالره کمه کړې ده.

ډونلډ ټرمپ هم د ملګرو ملتونو له رای اچونې مخکې ملګري ملتونه ګواښلي وو، که يې د دې پرېکړه لیک پر وړاندې مثبته رایه ورکړه، د امریکا له مالي مرستو به بې برخې شي.

په تېره اکتوبر میاشت کې د امریکا دولت ویلي وو، د "اسرائیل ضد پلوۍ" په اعتراض کې به له یونیسکو (د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او تربیتي سازمان) نه ووځي.