روسیه: په سن پیترزبورګ ښار کې چاودنه شوې

. د انځور حقوق Reuters
Image caption سوپر سټور تر چاودنې وروسته سمدستي تش کړل شوی دی

د روسیې په دویم ستر ښار سن پیترزبورګ کې چاونه شوې چې له امله یې لس کسان ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چاودنه د 'په لاس جوړ بم ' له امله رامنځته شوې او د "پرکر ستوک" په نامه د ستر زنځيري پلورنځي په یوه څانګه کې شوې ده.

یاد سوپر سټور تر چاودنې وروسته سمدستي تش کړل شوی دی.

د تاس خبري اژانس د لس کسانو د ټپي کېدو خبره کړې ده چې په ډله کې یې د یوه روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د پولیسو ویاندې سوتلانا پترنکوف په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د یوه "ناپېژاند" شي له امله چاودنه رامنځته شوې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پېښې په ځای کې اور وژونکي او مرستندویه ډله

اغلې پترنکوف زیاته کړې، دغه پېښه د یو چا د وژنې د هڅې په توګه څېړل کېږي.

تر اوسه روسي چارواکو دې پېښې ته له ترهګرۍ سره تړاو نه دی ور کړی.

د روسي چارواکو په خبره، د چاودنې له امله په سوپر سټور کې اور نه دی لګېدلی او د مرستندویانو په مرسته یې د پېښې له ځایه خلک خوندي ځای ته لېږدولي دي.

* روسیه: ناټو په افغانستان کې د ناپېژاندو چورلکو په اړه ځواب نه دی ویلی

* روسیه: داعش افغانستان کې پر روسیې د برید پلانولو هڅه کوي

تېره میاشت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا د څارګرې ادارې له هغو معلوماتو مننه وکړه چې له امله یې په سن پیترزبورګ ښار کې پر سترې کازان کلیسا د برید پلان شنډ شوی و.

د روسیې خبري اژانس اینټر فاکس هغه مهال ولیکل، یوې ډلې په څو ځایونو کې د بریدونو پلان جوړاوه.

روسي چارواکو په دې تړاو د څو مشکوکو کسانو د نیولو خبره هم کړې وه.

په تېره اپرېل کې د روسیې د سن پیترزبورګ ښار په تللاره (میټرو) کې هم چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۳ کسان مړه او ۵۰ نور ټپیان شوي وو.

ورته مطالب