"چین په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان ور ګډول د چا په زیان نه بولي"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې پروژې په وړاندې باید د درېیم هېواد له خوا خنډونه وانه چول شي

ټایمز اف انډیا لیکې، چین د دغه هېواد په اقتصادي دهلیز کې د افغانستان شاملول د کوم هېواد پرضد اقدام نه بولي.

ورځپاڼه زیاتوي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یاده پروژه کې د افغانستان د شاملولو په تړاو د هند اندېښنو په برخه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د هند نوم وانخیست خو ویې ویل، د اقتصادي دهلیز هدف ټولو ته ګټه رسول دي او دا پروژه د کوم ځانګړي هېواد پرضد نه ده.

هغې ویلي د دې پروژې په وړاندې باید د درېیم هېواد له خوا خنډونه وانه چول شي، چین ددې سترې پروژې پر نه سیاسي والي هم ټینګار کوي.

په دې اړه د افغانستان ، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې خبرې وشوې.

* افغانستان د چین له 'اقتصادي کمربند' سره یوځای کېږي

* "چین په افغانستان کې د امریکا حضور نه غواړي"

* د چین لومړی امپراتور څنګه د ژوند اکسیر په لټه کې و؟

ابزرور ورځپاڼه

د همدې غونډې او د افغانستان د سولې په هڅو کې د چین ګډون په تړاو پاکستانۍ ورځپاڼه ابزرور هیله ښودلې چې د افغانستان د سولې په مسله کې د چین ګډون به ښې پایلې ولري.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د سولې په بهیر کې د طالبانو له شاملولو پرته بله لار نه شته، داسې سوله چې مشري یې په خپله د افغانانو په لاس کې وي.

پاکستان ټوډې

پاکستان ټوډې ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله، چې په ډاګه کړي یې نه دي، رپوټ ورکړی چې د پاکستاني طالبانو یو قوماندان جان ولي شینا د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې وژل شوی دی.

دغو سرچینو ادعا کړي چې شینا چې د باجوړ اصلي اوسیدونکی دی، په قبایلي سیمو کې له عملیاتو وروسته افغانستان لوري ته اوښتی و.

دا چې شینا څنګه وژل شوی په اړه یې دې سرچیني ادعا کړي چې هغه د نامعلومو وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه څرګندونو ته اشاره کوي چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد په اړه یې کړي دي.

ورځپاڼه وايي داسې ښکاري چې ترکیې اوس د بشار الاسد په اړه خپل دریځ بدل کړی او تر پخوا ډیر سخت شوی دی.

ښاغلي ارددوغان ویلي بشار الاسد د سوریې په راتلونکې پړاو کې ځای نه لري.

د سوریې په جګړه کې ښکیل هېوادونه په تېره روسیه داسې انګیري چې اوس په دغه هېواد کې د جګړې لمن په راټولېدو ده او په کار ده چې سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره شي، خو ښاغلي اردوغان ویلي بشار الاسد باید له واکه لرې کړل شي.

الشرق الاوسط

له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې الشرق الاوسط لیکلي، په سعودي کې د درې عربي سندرغاړو کانسرټونه ځنډیدلي دي.

په پام کې و چې راتلونکو څو اونیو کې درې مشهور سندرغاړې ماجدة الرومي، اصاله او نوال د سعودي په درې ښارونو ریاض، دمام او جده کې د ښځو لپاره کنسرټونه تر سره کړي وای.

د یادو کنسرټونو د بیا تر سره کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې اماراتۍ سندرغاړې په سعودي کې د لومړي ځل لپاره مېرمنو ته کنسرټ ور کړ چې شاوخوا درې زره میرمنو پکې برخه اخستې وه.

سندرغاړې بلقیس ویلي، د ګډونوال مینې ته حیرانه شوه او هغسې مینه چې سعودي مېرمنو دې ته ورکړه بل ځای یې نه وه لیدلې.

د ښځینه سندرغاړو کنسرټونو ته په سعودي کې د هغې کړنلارې له مخې اجازه ور کول کیږي چې په دغه هېواد کې د ژور بدلون پيلامه بلل شوې ده.

ورته مطالب