سویلي کوریا وايي شمالي کوریا ته روانه کښتۍ یې نیولې

سویلي کوریا وايي شمالي کوریا ته روانه کښتۍ یې نیولې

جنوبي کوریا وايي، تېره میاشت یې، په هانګ کانګ کې راجستر داسې یوه کښتۍ نیولې ده چې، تېل پکې بار و او شک کېږي چې، د کېم جانګ اوون حکومت ته یې وړل. دا کار د نړیوال قانون خلاف دی.

دا خبر له هغه وروسته راځي چې، چین د امریکايي ولسمشر هغه خبرې رد کړې چې، وايي شمالي کوریا ته یې تېل وړونکو کشتیو ته اجازه ورکړې ده. ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا ادعا پر خپل ټوېټر پاڼې وکړه خو چین وايي پر پیانګ ینګ د ملګرو مملتونو د ټولو بندیزونو سره سم چلېږي.