د برلین د نوي کال مراسمو کې مېرمنو ته "امن سیمه" جوړه شوه

د انځور حقوق EPA

د جرمني په برلین ښار کې د نوي کال جشن جوړوونکو د اول ځل لپاره د مېرمنو لپاره "امن سیمه" جوړه کړې ده.

د ګډنوالو لپاره دا امنیتي تدبیرونه له هغه وروسته دي چې په دې جشنونو کې د مېرمنو د جنسي ځورونې اندېښنې پورته شوې.

* ''ښځې باید د نارینه وو مخکې لوڅې پښې وګرځي''

* سوډان: ښځې د ازادو پرتوګونو په اغوستو زنداني شوې

دوه کاله مخکې د جرمني په کلېن ښار کې د نوي کال د جشن پر مهال د مېرمنو د جنسې ځورونې او غلا رپوټونه خپاره شول.

په هغه ښار کې د نوي کال د جشن د پېښو له امله په جرمني کې د کډوالو او پنا غوښتونکو د منلو په هکله ناندرۍ رامنځ ته شوې.

تمه ده چې د یکشنبې په ورځ- د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نېټه- په لکونو خلک د برلین مراسمو کې ګډون وکړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د دې مراسمو د امنیت لپاره سخت تدبیرونه نیول شوي دي.

ویل کېږي په دې جشن کې به سخت امنیتي تدبیرونه هم وي.

لویې بکسې او الکولي څښوني د جشن په ځای کې منع شوي دي.

د برلین ښار پولیسو له مېرمنو- چې په دې جشن کې ګډون کوي- غوښتي چې د ګواښل کېدو پرمهال مرسته وغواړي.