"ښايي د سعودي پاچا واک خپل زوی ته پرېږدي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ښي اړخه محمد بن سلمان، په منځ کې یې پلار او ور سره بل شهزاده محمد بن نایف

د روان کال په وروستیو میاشتو کې سعودي عربستان چې تر ډیره د یوه دودپال هېواد په توګه پيژندل کیږي، د یو لړ ډراماتیکو بدلونونو شاهد و.

په ۲۰۱۷ کال کې په سعودي عربستان کې شوي بدلونونه بې ساري او بې مخینې بلل شوي دي.

د روان کال د بدلونونو په لړ کې یو د ولیعهد په توګه د پاچا د زوی محمد بن سلمان ټاکل و.

د جون میاشتې په ۲۱ نیټه ولیعهد محمد بن نایف له څوکۍ لرې او پر ځای یې محمد وټاکل شو، په دې سره اوس دی یوازې یو ګام د سعودي د پاچا له مقامه واټن لري.

* د سعودي د ښکلا ملکه

* "ټرمپ او سلمان؛ د یوې سکې دوه مخه"!

د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له ټاکلو سره سم یو لنډ ویډیو تصویر هم خپور شوی چې محمد بن سلمان ښيي چې د محمد بن نایف پښو ته ټیټیږي او هغه پر سر ښکلوي.

په دې بدلون سره اوس دا یو دیرش کلن ځوان د دفاع وزیر، د لومړي وزیر مرستیال او اقتصادي او پرمختیايي چارو د کمیسیون مشر دی.

داسې رپوټونه هم شته چې سلمان بن عبد العزیز غواړي ټول واک خپل زوی ته پریږدي.

څارونکي وايي ښايي دا ګام په راتلونکو څو اونیو کې د امریکا متحده ایالتونو ته د سعودي د پاچا له سفر وروسته پورته شي.

د ځوانانو او مېرمنو ملاتړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایوانکا ټرمپ له سعودي مېرمنو سره.

ځینې سعودیان محمد بن سلمان ته د ځوان نسل د هیلو د بشپړوونکي په سترګه ګوري، هغه نسل چې د سعودي شل سلنه برخه ده او عمرونه د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي.

بل بې ساری ګام ښځو ته د موټروانۍ د اجازې ور کول دي. په سعودي کې میرمنو حق نه درلود چې موټر وچلوي، په ښکاره کوم قانون یې په اړه څه نه دي ویلي خو مذهبي پولیسو چې امر بالمعروف اونهی عن المنکر یې بولي ځینې میرمنې نیولې چې د موټر چلولو د بندیز د ماتولو هڅه یې کړې وه.

* قطر د سعودي عربستان غوښتنې رد کړې

* اسرائیلو د سعودي شهزاده محمد بن سلمان ورغوښتی

د سپتمبر په نیمايي کې پاچا سلمان بن عبد العزیز د یوه حکم له لارې امر وکړ چې ښځو ته دې همدا د موټر چلولو لایسنس ورکړل شي.

دغه راز مېرمنو ته اجازه ور کړل شوه چې د سپورتي سیالیو لیدلو لپاره لوبغالو ته ورشي، خو سعودي مېرمنې لا هم له یو لړ بندیزونو سره مخامخ دي لکه د سفر او د بانکي حساب د پرانستلو په برخو کې.

سعودي میرمنو ته یوازې په یادو برخو کې پام نه دی شوی بلکې اوس یې د دولت د کړنلارو او لیدلوري په بدلون سره ډیر نور فرصتونه هم تر لاسه کړي ، لکه د لوړو دولتي منصبونو ترلاسه کول او د شرکتونو مشري.

د شهزادګانو نیول

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption میلیاردر محمد بن طلال

بل ګام چې چايي تمه نه کولو هغه د مالي درغلیو په تور د یو شمیر امیرانو او مخکنیو او اوسنیو چارواکو نیول و.

د درغلۍ په تور شاوخوا دوه سوه کسان ونیول شول، له دې ډلې د نړۍ د بډایو په ډله کې مشهور میلیاردر ولید بن طلال، د سرحدي ځواکونو وزیر متعب بن عبد الله، متعب ته د پلار عبد الله د ژوند او واک پرمهال د هغه د ځای ناستي په توګه کتل کیدل.

ویل کیږي دا لړۍ به چې له لوړو مقامونو پیل شوې دوام ولري او لا هم د اداري درغلیو د مخنیوي او څېړنې د کمیسیون په وړاندې چې مشري یې محمد بن سلمان کوي، اوږده لار پرته ده.

* د سعودي او ایران سړه جګړه کومې خواته ځي؟

* سعودي عربستان د ' ترهګرۍ خلاف اسلامي اتحاد ' اعلان کړی

نیول شوي کسان د پلازمینې ریاض په یوه تر ټولو عصري هوټل کې ساتل کیږي او یوازې لږ شمیر یې د جوړجاړي په بدل کې خوشي شوي دي.

د سعودي لوی څارنوال وايي دا کسان د اړیکو او درغلۍ له لارې د شاوخوا سل ملیارده ډالرو په ترلاسه کولو تورن دي.

محمد بن سلمان په یوه مرکه کې ویلي د نیول شویو کسانو له ډلې ۹۵ سلنه یې دولت ته د خپلې شتمنۍ د یوې برخې په ورکولو سره جوړجاړي ته غاړه ایښې ده.

پراخ اقتصادي پلانونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد بن سلمان چې په ځوانانو کې ډېر ملاتړ لري.

دلته په یوه مرکه کې ولیعهد محمد بن سلمان وايي هېواد یې په ۱۹۷۰ لسیزه کې ډیر ازاد و او غواړي په هېواد کې یې هماغسې فضا رامنځته شي، داسې ښکاري چې ده پراخو اقتصادي او ټولنیزو بدلونو ته ملاتړلې.

په دې لړ کې پریکړه شوې چې راتلونکی کال به په سعودي کې سینماګانو ته د فعالیت اجازه ورکول کیږي. په سعودي کې په ۱۹۷۰ لسیزه سینماګانې فعالې وې.

بل ډراماتیک بدلون چې سرلاری یې د څارونکو په نظر سعودي عربستان و ، پرګاونډي هېواد قطر د بندیزونو لګول و.

په دې لار کې متحده عربي اماراتو، بحرن او مصر د سعودي سره همغږي شول.

قطر د مساحت او نفوس له پلوه کوچنی هېواد دی خو نړیوال اړیکي یې پراخ دي، له دې ډلې د امریکا نږدې ملګری هېواد او په سیمه کې د امریکا د تر ټولو لویې پوځي اډې کوربه دی.

پر قطر د بندیزونو په لګولو سره په سیمه کې د یوې بلې جګړې ویره هم رامنځته شوه. دغو څلورو هېوادونو پر قطر تور لګولی چې د ترهګرو او ترهګرۍ ملاتړ کوي. خو قطر یې ردوي.