"پر ډیورنډ کرښه د پاکستان ازغن تار د ۲۰۱۸ کال تر پای بشپړېږي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دې پروژې لګښت شاوخوا ۵۵۰ ملیونه امریکايي ډالره اټکل شوی دی.

پاکستانیو ورځپاڼو د پوځ د ویاند هغو څرګندونو ته ډیر پام کړی چې د دغه هېواد له خوا یې پر ډیورنډ پرکرښه د اغزن تار او نښو د لګولو په اړه کړې.

له دې ډلې پاکستان ټوډې لیکي چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تارغزلو او امنیتي پوستو جوړولو چارې- چې د پوځ له خوا ترسره کیږي- دوام لري.

ورځپاڼه زیاتوي، په پام کې ده چې د دغې کرښې په اوږدو چې ۲۶۰۰ کیلومتره کیږي دا چاره د ۲۰۱۸ کال تر پایه نږدې بشپړه شي.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي د ۲۰۱۸ کال تر پایه د دې چارې ۹۲ سلنه برخه بشپړه شي.

ورځپاڼه د پوځ د ویاند په حواله زیاتوي چې تراوسه په هغو سیمو کې ۱۵۰ کیلومتره سیمه کې اغزن تار غځول شوی چې د وسله والو د تګ راتګ لارې بلل کیږي.

د دې پروژې لګښت شاوخوا ۵۵۰ ملیونه امریکايي ډالره اټکل شوی دی.

د یادونې ده چې افغان دولت تل پر ډیورنډ کرښه له یو اړخیزه اقداماتو سره مخالفت کړی او ټینګار یې دا دی چې په پاکستان کې دننه دې د وسله والو پټنځي له منځه یووړل شي.

ګارډین

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان پر ازغن تار سربېره پوستې هم زیاتوي.

ګارډین ورځپاڼه په کابل کې د تیرې پنجشنبې ورځې خونړي برید په اړه لیکي؛ له دغه برید داسې ښکاري چې اسلامي دولت نومې ډله اوس په افغانستان کې د بهرنیانو په مشرۍ یوه ډله نه ده او توانیدلې چې په افغانستان کې ملاتړي پیدا کړي.

ورځپاڼه دغه راز په عراق کې او سوریه کې د دغې ډلې له لاسه وتلو سیمو او ماتې ته اشاره کوي او زیاتوي چې دغه ماته د راتلونکي لپاره د خطر یو زنګ هم کیدای شي.

ورځپاڼه د هغې بیانې یوې برخې ته هم اشاره کوي چې د اسلامي دولت ډلې په نوم خپره شوې او پکې یې د کابل د وروستي برید مسوولیت منلی دی.

ورځپاڼه وايي یادې ډلې ویلي هغه مرکز یې چې په نښه کړی له ایران یې ملاتړ تر لاسه کاوه او په دغه مرکز کې روزل کېدونکي کسان ایران ته د نورو زدکړو لپاره استول کېدل.

ارب نیوز ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي ایتلاف چارواکي وايي داسې شواهد نشته چې د روسیې هغه ادعا ثابته کړي چې ګواکې د داعش ډلې وسله وال د منځني ختیځ له هېوادونو افغانستان ته راځي.

ورځپاڼه وايي د غوڅ ملاتړ پوځي ایتلاف له مسوولانو یې په همدې تړاو پوښتنې کړې او په ځواب کې ورته د غوڅ ملاتړ د ماموریت د عامه اړیکو مسوول ویلي چې له سوریې او عراق افغانستان ته د بهرنیو وسله والو د تګ په اړه هیڅ شواهد نشته.

شرق الاوسط:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تهران پوهنتون کې مظاهرې.

د ایران د لاریونونو په اړه له لندن خپریدونکې ورځپاڼې الشرق الاوسط په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې ایران یوه نوي نظام ته اړتیا لري.

د مطلب لیکوال وايي دا چې په قوم او مشهد کې د حکومت پرضد لاریونونه شوي په دې مانا ده چې د ایران نظام چې د مذهب په نوم يې ځانته رواتوب ورکړی او خپل شوم پلانونه یې د مشروعیت تر همدې پلو پټ کړي ښيي چې د امام خمیني د انقلاب په مرکزونو کې یانې قم او مشهد کې نور دا مشروعیت له منځه تللی.