د ایران مظاهرو کې د وژل شويو شمېر"۱۰" ته رسېدلی

د انځور حقوق FARS
Image caption د لاریونوالو د خورولو لپاره اوبشندي وکارول شول.

د ايراني رسنيو په وينا په د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې د وژل شويو شمېر ""ته رسېدلی دی.

ایلنا خبري اژانس وايي، نه پوهېږي چې دا کسان د امنیتي ځواکونو که د لاریونوالو په ډزو وژل شوي دي.

ویل کېږي د تېرې شپې مظاهرو کې ډېر کسان نیول شوي هم دي.

د ایران د ولسمشر حسن روحاني له تلوېزوني وینا وروسته هم د دغه هېواد په ځینې ښارونو کې لاریونونه روان وو.

فارس خبري اژانس وايي، د تېرې یکشنبې د شپې په څېر بېګا شپه هم د ځینې ولایتونو په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وې.

خو وايي، د وړمې شپې پرتله کمې وې.

دا خبري اژانس وايي، په اهواز او کرمانشاه ښارونو کې د یکشنبې شپې پرتله ارامي ځکه ډېره وه چې امنیتي ځواکونه زیات شوي دي.

فارس دا هم وايي، چې البرز ولایت کې نښتې شوې، خو د ډېرو امنیتي ځواکونو په رسېدلو سره د کرج ښار امنیت ټینګ شوی دی.

* ایران کې ولې خلک لاریونونه کوي؟

* پر ایران د ډونلډ ټرمپ سخت لفظي برید

* امریکا له نړۍ د ایراني ولس د ملاتړ غوښتنه وکړه

دا مظاهرې تېره پنحشنبه مشهد کې پیل شوې، خو وروسته پلازمېنې تهران، کرمانشاه، کورد ښار، بندر عباس ، ایذه، اراک، زنجان، ابهر، دورود، خرم اباد، اهواز، کرج او تنکابن ته پراخې شوې او ځینې په تاوتریخوالي هم بدلې شوې دي.

که څه هم لاریونوالو په لومړیو کې د ناوړه اقتصادي حالت او فساد ضد شعارونه ور کول، خو وروسته ځینې مظاهرو کې د ایران د مذهبي مشر پرضد هم شعارونه ور زیات شول.

د ایران ولسمشر په تلوېزوني وینا کې مظاهرې د خلکو حق وباله او ویې ویل چې مسوولې ادارې باید لار ور ته برابره کړي.

نوموړي د احتجاجونو په څلورمه ورځ د کابینې ناسته کې هم وویل، د هېواد د وگړو حق دى چې احتجاج وکړي خو په دې شرط چې عامه نظم گډوډ نه کړي.

د هغه په خبره، مظاهرې باید د تاوتریخوالي د رامنځ ته کولو لپاره ونه کارول شي او حکومت به یې د مظاهرو په پلمه ګډوډي او بلوا ونه زغمي.

د انځور حقوق ILNA
Image caption د ایران ولسمشر د کابینې غونډه کې وویل، مظاهرې باید د خلکو د امنیت د خرابېدو سبب نشي.

دا مظاهرې تېره پنجشنه په مشهد کې د خوراکي توکو او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله پیل شوې.

خو د ایران ولسمشر وايي، هغه ستونزې چې دمګړۍ ایرانیان ورسره مخامخ دي د نړیوالو بندیزونو له امله دي.

نوموړي پر ټوټیټر د ولسمشر ټرمپ پیغامونو ته په اشارې وویل چې د هغه خواخوږي په خپله پوښتنې پیدا کوي.

"دا ښاغلی چې نن په امریکا کې هڅه کوي زموږ له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړي هیر شوي یې دي چې څو میاشتې مخکې یې د ایران ولس ترهګر وباله. ایراني ولس ته یې د ترهګر ټکی وکاروه، د دغه سړي چې له سر تر پښو د ایراني ولس دښمن دی خواخوږي په خپله شکونه او پوښتنې رامنځ ته کوي".

* ټرمپ: ایران 'ډېر بې ادبه' شوی دی

* ټرمپ: ژر به ووینئ چې د ایران له اتومي تړون سره څه کوم

په ایران کې د مظاهرو له پیلېدلو سره د امریکا ولسمشر هم د ټوېټونو لړۍ کې د دې مظاهرو سره خواخوږي او ملاتړ ښودلی دی.

نوموړي په یوه ټوېټ کې ویلي: "ظالم حکومتونه تل نه پایېږي او هغه ورځ را ځي چې د ایران خلک باید یو څوک وټاکي، نړۍ ګوري".

ولسمشر روحاني زیاته کړه چې د اساسي قانون له مخې خلک د خپل نظر او اعتراض کولو حق لري خو باید په داسې بڼه وشي چې اصلاحات رامنځ ته کړي او خلک د خپل امنیت په اړه اندېښمن نه شي.

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د حکومت ضد مظاهرو لړۍ د ایران ګڼو ښارونو ته غځیدلې ده.

په پلازمېنه تهران کې پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره د یکشنبې په ورځ له اوبشیندو کار واخیست.

د انځور حقوق AFP

چارواکي په مظاهرو کې د دوو کسانو مړینه تاییدوي خو دا خبره نه مني چې ګواکې د پولیسو په ډزو وژل شوي دي.

چارواکي وايي د مظاهره چیانو له منځه بهرنیو ایجنټانو ډزې کړې او دغه دوه کسان یې وژلې دي.

په ورته وخت د حکومت ضد مظاهرو د مخنیوي په خاطر د پیغام استولو اپ ټیلګرام فعالیت محدود کړای شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وايي هغه کسان یې پیژندلي دي چې د حکومت ضد مظاهرو لپاره یې له ټولنیزو شبکو کار اخیستی او له قانون سره سم چلن به ورسره وشي.

ورته مطالب