روهنګیايي ماشومانو کې د رواني ناروغۍ د خپرېدو وېره

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي کله چې د میانمار پوځ او نورو بودایانو په اګسټ میاشت کې پر روهنګیایانو پسې را واخیسته د ۱۲ کلنې جوهیرا بیګم د کورنۍ ۱۴ غړي چې مور، پلار او څلور خویندې او ورونه یې په کې شامل وو نه یې شول کولای چې وتښتي ځکه نو ووژل شول .

د سرچینې په خبره، جوهیرا که څه هم ټپي شوې وه، خو بیا هم له خپل کشر ورور سره یو ځای وتوانېده بنګله دېش ته ځان ورسوي. جوهیرا وايي خوبونه ویني چې پوځیان ورپسی دي او کله چې ویښه شي نو بیا تر ډېره خوب نه ورځي؛ مور، پلار او د کورنۍ نور غړي یې یادېږي.

ورځپاڼه د خیریه ادارې (سیف دې چلډرن) د چارواکو له قوله لیکي چې په څه باندې شپږ نیم سوه زره روهنګیايي کډوالو کې چې بنګله دېش ته تللي دي نژدي درې سوه اتیا زره یې ماشومان دي چې زور زیاتی او وژنې یې لیدلي.

ورځپاڼه د کارپوهانو له نظره لیکي چې په دې ماشومانو کې د پراخې رواني ناروغۍ د خپریدو ویره شته خو د اوس لپاره خیریه ادارې په داسې چارو بوختې دي چې د همدې کډوالو لپاره د مرګ او ژوند په مانا دي.

* ملګري ملتونه: له میانماره لا هم روهنګیا مسلمانان کډوالېږي

* نیویارک ټایمز: میانمار پوځ د روهنګیا مسلمانانو نښې له منځه وړي

* ملګري ملتونه: انګ سان سوچي له روهنګیا مسلمانانو ملاتړ نه دی کړی

ډیلي ټایمز:

پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې افغان وسله والو طالبانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې پرځای چې دوی ته وايي چې له خپلې وسله والې مبارزې لاس په سر شي امریکا او د امریکا لویدیځوالو متحدینو ته دې ووايي چې له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼه لیکي د ډیسمبر په ۲۶مه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په بیجینګ کې درې اړخیزه غونډه درلوده او پر طالبانو یې غږ وکړ چې هر څومره ژر کولای شي د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره یوځای شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل نړیواله ټولنه باید پر امریکا او متحدینو یې فشار واچوي چې له افغانستان ووځي هله به د سولې خبرې هم پیل شي.

ګارډین:

نوي کال ته په خوړو، اورلوبو او دعاګانو هرکلی وویل شو، دا په لندن کې د چاپیدونکې ورځپاڼې ګارډین د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي په روسیې کې د نوي کال نمانځنه له تخنیکي ستونزه سره مخامخه شوه، د کریسمس په مناسب ۲۵ متره لوړې ونۍ اور واخیست چې له امله یې د سن پیټرسبرګ ډګر په موقتي توګه له خالي کړای شو خو په مسکو کې له باران سره سره اور لوبه وشوه.

دوبۍ کې بیا چارواکو پرېکړه کړې وه چې سږکال به اور لوبه نه کوي ځکه پر برج خلیفه د ایل اي ډي برېښنا پرمټ ننداره وړاندې شوه.

ورځپاڼه لیکي چې په هندوستان کې خلکو نوي کال ته په مشهورو ځایونو، درمسالونو، کلیساو او جوماتونو کې هرکلی ووایه.

ګارډین لیکي چې په جاپان کې خلکو د نوي کال هرکلي د سولې او ښې راتلونکې لپاره په دعاګانو وکړ او دوديز خواړه یې وخوړل.

فاینېنشیل ټربیون:

افغانه ښځه په برتانیا کې دا د ایراني فاینېنشیل ټربیون ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي، د ایران په ګڼو سینماګانو کې د اتوپیا په نامه فلم نندارې ته ایښودل شوی چې د یوې افغانې ښځې کیسه کوي چې غواړي بریتانیا ته لاړه شي او دغلته په طبي مرسته میندواره شي، خو ستونزه هله راولاړه شي چې په کلینیک کې یوه بریتانوی محصله تخم بدلوي او دغه افغان ښځه پرې پوهه شي چې د داسې کس تخم یې ورته پیچکارې کړې چې کورنۍ یې په افغانستان کې په پوځي کړکېچ کې د ښکېلتیا مخینه لري.

ورته مطالب