" په راتلوونکو ورځو کې به د پاکستان او امریکا ترمنځ لفظي جګړه پیل شي "

انډیا ټوډې:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د نوي کال په لومړۍ ورځ بیا پر پاکستان نیوکه وکړه.

د انډیا ټوډې ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ له ټویټ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف له ټویټ کولو نه داسې برېښې چې په راتلوونکو ورځو کې به د پاکستان او امریکا ترمنځ لفظي جګړه پیل شي ځکه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټ کې ویلي دي چې نړۍ به له حقیقت نه خبره کړي.

انډیا ټوډې لیکي په ورته وخت کې د هند ایالتي وزیر جیتندرا سینګ هم ویلي چې د ولسمشر ټرمپ دغې پرېکړې چې وايي پاکستان دروغ ویلي د هند هغه دریځ لا پیاوړی کړ چې وايي پاکستان په ترهګرۍ کې لاس لري.

ډان:

د پاکستان ډان ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي د ولسمشر ټرمپ د هغه ټویټ په ځواب کې چې وايي پاکستان امریکا ته دروغ ویلي او تېر ایستې یې ده او ۳۳ ملیارده ډالر مرسته یې ترلاسه کړې د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل امریکا باید له خپلو خلکو نه په افغانستان کې د ناکامۍ حساب واخلي.

ورځپاڼه د ښاغلي اصف له قوله لیکي چې موږ وار د مخه امریکا ته ویلي چې (نور نه)، ځکه نو د ټرمپ دغه خبره کوم اهمیت نه لري او موږ چمتو یو چې د هرې پېسې حساب امریکا ته د خلکو پر وړاندې ورکړو.

ډان لیکي چې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې امریکا په افغانستان کې له خپلې ناکامۍ ناخوښه ده او مشوره یې ورکړه چې د پوځې لارې پرځای د خبرو لار غوره کړي.

ورځپاڼه لیکي چې په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر خورم دستګیر هم ویلي چې پاکستان د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري او له ترهګرۍ سره یې د جګړې ترڅنګ په افغانستان کې د القاعده په ماتولو کې د پام تر کچې همکاري کړې ده.

ورځپاڼه د خورم دستګیر له خولې لیکي د ترهګرو پټنځي په پاکستان کې نشته بلکې له افغانستانه ترهګر په بیا بیا پر پاکستاني ولس او پوځ بریدونه کوي.

نیویارک ټایمز:

د افغان ښځو جنسي ځورونه، دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي هغه افغان ښځې چې د جنسې ځوریدنې په اړه خپل غږ پورته کوي په عمومي ډول تحقیر کېږي او له دې ور اخوا ان له جنايي تورونو سره مخامخ کېږي.

نیویارک ټایمز د نړیوال قانوني بنسټ د چارواکو له قوله لیکي پر یوه ۱۴ کلنه جلۍ چې ویلې یې وو تره یې پرې جنسي تېری کړی دی د زنا تور پورې شو ځکه نو باید په دې برخه کې عملي اقداماتو ته لومړیتوب ورکړل شي چې دولتي ادارې په خپله له قانون سرغړونې کوي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نړۍ کې د لوږې په هکله یو مفصل مطلب خپور کړی او لیکي د ملګرو ملتونو بودیجه کمول د دې سبب شوې چې په بې وزله هېوادونو کې له میلیونونه کډوالو سره د خوراکي توکو په برخه کې مرستې له ستونزو سره مخامخ شي او یا هم بندې شي.

د بیلګې په توګه په اتوپیا کې په بېلا بېلو پنډغالو کې له ۶۵۰ زرو کډوالو سره د خوړو نړیوال سازمان له خوا مرستې ۲۰ سلنه کمې شوې دي.

واشنګټن پوسټ لیکي د خوړو نړیوال سازمان چې تر ۴ میاشتې مخکې پورې یې په سوریه کې له څلورو میلیونه وګړو سره مرسته کوله اوس له درې میلیونه او درې سوه زره کسانو سره مرسته کوي.

دغه راز په فلسطیني ځمکو کې د دې سازمان مرستې له ۵۰۰ زره کسانو نه له ۳۱۴ زرو کسانو سره محدودې شوې.

په یمن کې هم دغه سازمان له ۷ میلیونه وګړو سره مرسته کوي خو اوس یې شپته سلنه مرستې کمې شوې.

واشنګټن پوسټ د خوړو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې دې سازمان ۹ ملیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لرله خو د امریکا په ګډون هېوادونو یوازې ۶ ملیارده ورکړل.

ورځپانه لیکي چې په نړۍ کې کړکېچونو ته په کتو داسې نه ښکاري چې دغه حالت دې ښه شي