د فیلانو ډېرېدونکی شمېر
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فیلانو ډېرېدونکی شمېر

د افریقا په ځینې لرو پروتو سیمو کې، د وحشي ژوو ساتلو لپاره اوس هېوادونه اړ دي، ساتونکو ته پوځي تمرین او تکتیکونو ور زده کړي.

په تېرو ۴۰ کلونو کې، د چد د زاکوما ملي پارک نژدې ۹۰ فیصده فیلان ښکار شوي دي.

اوس یوازې ۵۰۰ یې پاتې دي. په دې رپوټ کې داسې یوه لرې ځای ته ځو چې د فیلانو شمېر یې ورو ورو په ډېرېدو دی.

همدا بیا اسانوي چې سېلانیان ورشي او د هغو پیسې بیا د وحشي ژویو په ساتلو کې مرسته کوي.