"د ډونلډ ټرمپ څرګندونې د پاکستان پر باور برید دی"

. د انځور حقوق AFP

د پاکستان د ډان ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي د پاکستان د ملي امنیت کمیټې د غونډې ګډونوالو د ولسمشر ټرمپ تورونه له حقیقت سره په ټکر کې وبلل او له دې امله یې ناهیلي څرګنده کړه چې ولسمشر ټرمپ وايي پاکستان له کلونو راهیسې امریکا ته دروغ ویلي دي.

ورځپانه لیکي چې د نوموړې کمیټې د غونډې ګډونوالو د ولسمشر ترمپ څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر باور برید وباله او ویې ویل چې امریکا د پاکستاني ولس قربانۍ له پامه غورځوي.

ډان لیکي په دې غونډه کې چې مشري یې لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي کوله وویل شول چې پاکستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې ډېر مالي او ځاني زیان ګاللی دی چې له پامه نه شي غورځول کېدای.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپانه د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې پرضد د عملیاتو په ترڅ کې د څو تنو امریکايي پوځیانو د ټپي کېدو په هکله په یوه مطلب کې لیکي امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې پرضد خپل عملیات سخت کړي دي.

ورځپاڼه د یوه امریکايي قوماندان له قوله لیکي د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د اورپکو فعالیتونه ډېر شوي خو امریکايي او افغان ځواکونو ډېری سیمې د اورپکو له شتونه پاکې کړې او مهم پرمختګونه یې کړي دي.

دغه امریکايي قومندان ویلي د داعش غړي یې د پاکستان خوا ته په شاه تمبولي دي. دغه راز امریکايي جنرال جان نیکلسن هم واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي د داعش ډېری غړي له پاکستانه د افغانستان ختیځ ته راځي او په وینا یې چې داعش له شپږو سوو نه تر اتو سوو پورې غړي په ننګرهار کې او درې سوه تنه نور غړي په کونړ او جوزجان کې لري.

ورځپاڼه لیکي چې په ۲۰۱۷ کال کې ۱۵ تنه امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.

* ټرمپ: پاکستان تېر ايستلي يو، نور داسې نشي کېداى* "د قدس په اړه د ټرمپ پرېکړې اسلام اباد او تهران سره نږدې کړل"

نیویارک ټایمز:

ټرمپ یو ځل بیا د ایراني احتجاج کوونکو ملاتړ وکړ خو پر اوباما یې نیوکه وکړه.

دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي ولسمشر ټرمپ د ایران د حکومت پرضد د مظاهرو د ملاتړ ترڅنګ پر پخواني ولسمشر باراک اوباما له دې امله نیوکه وکړه چې له ایران سره یې اټومي تړون وکړ او له دې تړون سره په دغه هېواد کې فساد ډېر شوی دی.

ورځپاڼه لیکي د ښاغلي اوباما برعکس چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې په ایران کې د مظاهرو ملاتړ ونه کړ ولسمشر ټرمپ په بیا بیا د ایران حکومت غندلی او خبرداری یې ورکړی چې امریکا او نړۍ یې څاري.

ورځپاڼه لیکي ځیني څیړونکې په دې باور دی چې ولسمشر ټرمپ غواړي له ایران سره د اټومي تړون له امله له اقتصادي ناکامیو نه خپل پام واړوي چې په فکر یې د پخواني ولسمشر باراک اوباما د سیاستونو پایله ده.

تهران ټایمز:

تهران ټایمز ورځپاڼه بیا په یوه مطالب کې د اسلامي انقلاب د مشر ایت الله علي خامنه يي له قوله لیکي چې په دې ورځو کې د ایران دښمنان سره یو موټي شوي او ایران ته د زیان رسولو لپاره خپلې ټولې سرچینې، پېسې او وسلې کاروي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي خامنه يي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې له تېرې پنجشنبې راهیسې د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې د لوړو بیو، بې روزګارۍ او فساد پرضد د مظاهرو لړۍ روانه ده. همدا ورځپاڼه په یو بل مطلب کې لیکي چې د ایران قضایه قوې امر کړی چې د هغو مظاهره چیانو پرضد دې اقدام وشي چې تاوتریخوالی کوي.

تهران ټایمز د سپاه پاسداران د یوه چارواکي له خولې لیکي چې په ایران کې ناارامۍ د خلکو مشروع غوښتنې زیانموي.

* ایران کې پولیسو او مظاهره چیانو خپلمنځي نښته کړې

* د ایران مظاهرو کې د وژل شویو شمېر ۲۱ کسانو ته ورسېد

ورته مطالب