"د پاکستان مشران د ټرمپ دریځ غندي خو حل لار نه لري"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

د هندوستان دې هندو ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي امریکايي سیاستوال لا له وړاندې نه پوهېدل چې ولسمشر ټرمپ به د پاکستان پرضد دغسې یو دریځ غوره کوي.

ورځپاڼې د ولسمشر ترمپ له ټویټ وروسته چې پاکستان یې په دروغ ویلو تورن کړی د پاکستاني چارواکو غونډو ته په اشارې لیکلي، پاکستان د ولسمشر ترمپ ټویټ ته په غبرګون کې احتیاط کوي او علت یې دا دی چې له امریکا سره اړیکې پرې کول به پر پاکستان اقتصادي فشار ډېر کړي هغه هم په داسې حال کې چې اقتصاد یې له وړاندې نه خراب دی.

دې هندو لیکي د دې ترڅنګ چې امریکا له پاکستان سره خپلې مرستې بندې کړې د پیسو پر نړیوال صندوق او نړیوال بانک د خپل نفوذ لارې کولای شي چې د هغوی له خوا هم پاکستان ته د پیسو د ورکړې مخه ونیسي.

دې هندو لیکي د پاکستان سیاسي مشرانو د ولسمشر ټرمپ دریځ غندلی خو د حل کومه لاره یې نه ده په ګوته کړې.

* پاکستان: امریکا د مرستو بندولو سره خپله خوښه نشي تپلی

* امریکا له پاکستان سره څومره مرسته کړې؟

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه له پاکستان سره د امریکا د پوځي مرستو د بندولو په تړاو په یو مطلب کې لیکي ولسمشر ټرمپ د کانګرس غړو ته د دې موضوع په هکله احوال ورکړی خو دا معلومه نه ده چې دا مرستې به تر کومې کچې کمې او تر څه وخته پورې بندې شي.

نیویارک ټایمز لیکي یوه ورځ وروسته له هغه چې امریکايي چارواکو وویل چې پاکستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې دوه مخې لوبه کوي او ۲۵۵ میلیونه ډالر مرسته نه ورکوي، د کانګرس غړو ته هم په دې هکله وویل شول.

ورځپاڼه لیکي له کلونو راهیسې د امریکا او پاکستان اړیکې له حقاني شبکې نه د پاکستان د ملاتړ له امله خړې وې او اوس امریکايي چارواکو دا خبره هم کړې چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې پناه ځایونه لري. نیکې هیلې: پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخې لوبه کوي

ټرمپ: پاکستان تېر ايستلي يو، نور داسې نشي کېداى

ډیلي ټایمز:

پاکستانۍ ډیلي ټایمز ورځپاڼه د پاکستان د استخباراتو د یوه چارواکي له قوله په یو مطلب کې لیکي له امریکا سره د دوی نه پوهاوی کولای شي د افغانستان پر امنیتي وضعیت او سولې پر بهیر ناوړه اغیزه وکړي.

ورځپاڼه لیکي د استخباراتو د عمومي اړیکو مشر تورن جنرال اصف غفور یوه تلویزیوني شبکې ته ویلي، د پاکستان او امریکا اړیکو کې ډېرې لوړې ژورې راغلي خو بیا هم سره ملګري پاتې شوي او ملګري له یو بل سره جګړه نه کوي.

ښاغلي غفور ویلي پاکستان په فعاله توګه په افغانستان کې له ایتلافي ځواکونو او سولې له بهیر سره همکاري کړې خو د هند رول په سیمه کې د سولې د لارې لوی خنډ دی ځکه چې په وینا یې هند نه غواړي پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې بریالی شي.

ډیلې ټایمز د دغه پوځي چارواکي له قوله وړاندې لیکي پاکستان له هند سره ستونزې لري تر هغه چې دغه ستونزې هوارې شوې نه وي په سیمه کې سوله نه شي ټینګېدای او په وینا یې چې هند د سیمې او افغانستان د سولې په برخه کې منفي رول لوبولی دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې د حوثي یاغیانو له خوا د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له وژل کېدو وروسته په یمن کې ویره او چوپتیا خوره ده ځکه که په هر چا شک وشي پرضد یې اقدام کېږي.

ورځپاڼه د خلکو له قوله لیکي حوثي یاغیانو د پلازمېنې صنعا شاخوا ته خپلې پوستې ډېرې کړي او په دې توګه په ګرځنده تیلیفونونو کې د پخواني ولسمشر د تصویرونو او پر دوی د انتقاد کوونکو لټون کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي د هغو خبریالانو په ګډون چې د پخواني ولسمشر پلویان وو سلګونه کسان نیول شوي او دې حالت د یمن پر خلکو ډېرې اغیزې کړې هغه هم په داسې حال کې چې د خوراکي او سونګ توکو بیې ډېرې لوړې شوې او انساني بحران ورځ تر بلې ژورېږي او سیاسي حالت هم داسې دی چې له امله د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې ستونزمنې

ورته مطالب