ایران: د مبارزې سمبول ښځه

ایران د انځور حقوق unknown

ایران کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د احتجاجونو لړۍ روانه ده. زرګونه ایرانیان د فساد، وزګارتیا او کمزوري اقتصاد خلاف د احتجاج په توګه لارو کوڅو ته وتلي. که څه هم ایران کې پر انسټاګرام او ټیلي ګرام په څېر پر ځینې خواله رسنیو بندیزونه لګېدلي، خو بیا هم ګڼ شمېر تصویرونه خپاره شوي، چې پکې مظاهرین پر ودانیو د بریدونو او امنیتي ځواکونه د ډزو کولو په حال کې لیدل کېږي.

له هغو تصویرونو چې له بندیزونو سره سره ډېر لاس پر لاس شوي، یو تصویر د هغې ښځې دی، چې سپین رنګه ټیکری له سره لېرې کوي او د اسلامي حکومت خلاف یې د احتجاج په توګه یې په ډانګ پیي.

د انځور حقوق EPA

مظاهرې د ایران دویم لوی ښار مشهد کې د دسمبر پر ۲۸ پیل شوې او ژر نورو ښارونو ته هم وغځېدې. مظاهره کوونکو د مذهبي مشر ایت الله خامنايي خلاف شعارونه ورکول.

د ټیکري لرې کونکې ښځې تصویر له مظاهرو یوه ورځ مخکې امریکا مېشتې ایرانۍ خبریالې مسیح علي نژداد خپور کړ.

مسیح علي نژاد د ښځو حقونو فعاله ده او پر خواله رسنیو د 'له ما تروړل شوې ازادي ' او 'سپینې چارشنبې ' نومي کمپاینونو بنسټ اېښودونکې ده.

زما تروړل شوې ازادي په نامه کمپاین ایرانۍ ښځې هڅوي، چې په عام محضر کې داسې تصویرونه واخلي او خپاره یې کړي، چې د حکومت له لوري لازمي حجاب یې نه وي کړی.

دوی دې سره د ښځینه کالیو په تړاو د ایران سختو قوانینو خلاف احتجاج کوي.

سپینه چارشنبه کمپاین په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوی او چلوونکي یې غواړي ایرانۍ ښځې د هرې چارشنبې پر ورځ د احتجاج توګه سپین کالي واغوندي.

مسیح علي نژاد پر خپل انسټاګرام اکاونټ د هغې ښځې تصویر خپور کړ او د هغې ټیکری لرې کولو چاره یې د سپینې چارشنبې کمپاین برخه وبلله.

د دغې ښځې تصویر د پلازمېنې تهران له ګڼې ګوڼې پر ډک سړک 'خیابان انقلاب ' اخیستل شوی او چارواکو تهران کې اعلان کړی، چې که بې ټیکري ښځه ولیدل شي، نه به نیول کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نومبر میاشت کې د ایران مذهبي مشر د وینا پر مهال ښځې شعارونه ورکوي

هغه ښځې به اوس د اسلامي ښوونو ټولګیو ته ځي، چې سرونه سم نه شي پټولای.

پر یوه صندوق د ولاړې ښځې تصویر هغو کسانو ډېر شیر کړی، چې فکر یې نه کاوه اصلاحات به دغې کچې ته ورسېږي او حکومت مخالفو مظاهرینو هم دا تصویر خپور کړی، چې د مذهبي مشرانو د زور په تړاو د ناسم پوهاوي ښکار وو.

پایله کې دغه ښځه ایران کې د هغو مظاهرو سمبول وبلل شوه، چې ډېرو ښځو هم په کې ګډون کړی و.

ګڼو کسانو دا د ایران 'روزا پارک ' بللې. د ټویټر یوه مشهور کاروونکي په فارسي ژبه لیکلي: 'د جبري حجاب خلاف راپورته شوې نجلۍ د ایراني ښځو د مدني نافرمانۍ او مبارزې بېلګه شوه. روزا پارک د جبر پر وړاندې ټيټه نه شوه. '

د دغې ښځې زړورتوب هم ستایل شوی دی. یوه ټویټء کاروونکي لیکلي پر هغه صندوق ګلونه ایښوول شوي، چې دا پرې ولاړه وه او احتجاج یې کړی. '

د خواله رسنیو سلګونو کاروونکو پر خپلو پروفایلونو د دغې ښځې تصویر ټومبلی دی.

که څه هم تر اوسه د دغې ځوانې ښځې نوم او برخلیک معلوم نه دی، خو دا په ایران کې د حکومت مخالفو مظاهره کوونکو لپاره د هیلې او ازادۍ سمبول شوه.

دا په ایران کې د یوه سیاسي کړکېچ پیلامه بلل کېدونکې لومړنۍ ښځینه څېره نه ده. د ۲۰۰۹ کال له ناندریزو ټاکنو وروسته مظاهرو کې د ندا اقا سلطان وژل کېدو ویډیو د نړیوالو پام ځانته کړی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب