کوډې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې تر ډېره مېرمنې په کوډو تورنېږي؟

دا ځل د ولې پوښتنه د کوډو په اړه ده. د نړۍ په بېلابېلو ټولنو کې دا کار لا هم شته او یو ټکی چې ډېر پاموړ دی دا دی، چې په ډېری دغسې ځایونو کې مېرمنې په دې کار تورنېږي او محکومېږي.

د بي بي سي د افریقايي څانګې خبریال سامي اوامي په تنزانیا کې خپل پلرني کلي ته ورغلی، چې څو میاشتې وړاندې پکې پینځه مېرمنې د کوډګرۍ په تور وژل شوې وې. سامي له مېرمنو، کارپوهانو او ځايي خلکو سره غږېدلی او د دې پوښتنې د ځواب موندنې هڅه یې کړې چې ولې مېرمنې د نارینه و پرتله په کوډګرۍ ډېرې تورنېږي؟