"له پاکستان سره په مرستو بندلو امریکا یو ډول قمار وهي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، پاکستان ور سره دوه مخې لوبه کوي.

لاهم له پاکستان سره د امریکا د پوځي مرستو ځنډیدل او په دې برخه کې د پاکستان غبرګون د نړیوالو او سیمه ییزه ورځپاڼو د سر ټکی دی.

په همدې تړاو امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز له پاکستان سره په امنیتي برخه کې د امریکا د مرستو ځنډول یو ډول جواري یا قمار بللی.

ورځپاڼه په خپل مطلب کې زیاتوي چې افغان او امریکايي چارواکي په دې نظر دي چې په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په تړاو د پاکستان د نظر بدلول ستونزمن شو.

دوی وايي، دا ستونزه له هغه وروسته ډېره شوه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون په تړاو په سیمه ییزه کچه په تېره له روسیې او ایران سره نسبي توافق له منځه لاړ.

ورځپاڼه د افغان لوړ پوړو چاروکو په حواله لیکي چې په خصوصي ناستو کې یې ویلي پر پاکستان- چې یو اتومي وسله لرونکی هېواد دی- د امریکا د فشار ننداره کوي، هغه هېواد چې له ډیرې مودې یې له ترهګرۍ سره د جګړې په برخه کې له نړیوال فشار ځان ګوښی ساتلی.

ډان:

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او د پاکستان دولت ته سپارښتنه کوي چې له امریکا سره په چلند کې باید په ډیره احتیاط مخ په وړاندې ګام واخلي، ځکه د ورځپاڼې د ادعا له مخې د دوهمې نړیوالې جګړې را منځته کېدو او پایلو ته په کتو امریکا نور هېوادونو ته زیان اړولی شي.

ورځپاڼې دغه راز سپارښتنه کړې چې پاکستان ته پکار دي په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ځواک له نورو مرکزونو سره اړیکي پراخ کړي.

خو دا ټینګار هم کوي چې پاکستان دې د امریکا لار نه پریږدي او د ګډو ګټو په برخه کې دې ورسره همکارۍ ته دوام ورکړي.

ټایمز اف انډیا:

د انځور حقوق ATTA KENARE
Image caption چابهار بندر، چې هندۍ رسنۍ وايي، ممکن پاکستان ور سره نږدې چین ته اډه ور کړي.

خو ټایمز اف انډیا لیکي چې پر پاکستان ډیر فشار ښايي د دې لامل شي چې چین او پاکستان لا سره نږدې شي.

ورځپاڼه په دې مطلب کې وړاندوینه کوي چې د اسلام اباد او بیجنګ په نږدې کېدو سره دا امکان هم شته چې پاکستان په خپله خاوره کې چین ته د یوې پوځي اډې جوړولو اجازه ورکړي او هغه هم په داسې سیمه کې چې چابهار بندر ته نږدې وي.

ورځپاڼه لیکي د ډونلډ ټرمپ د وروستي ټویټر پیغام نه وروسته پاکستان اجازه ورکړه چې چینايی ایوان کیدای شي چې له پاکستان سره په سوداګریزه راکړه ورکړه کې وکارول شي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي ټویټر شبکې هغه غوښتنه رد کړې چې د نړۍ د یو شمیر مشرانو اکونټونه دې وتړي، ټویټر ویلي سیاسي مشرانو ته به اجازه ورکړي چې د دې شبکې له لارې خپل پیغامونه واستوي ان که هغه لانجې پاروونکې هم وي.

دغه غوښتنه یو ځل بیا وروسته له هغه د ټویټر کارنو له خوا په پراخه توګه وشوه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټر پیغام کې د اتومي وسلې کارولو ګواښ وکړ.